د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې ځېنو لوبغاړو او د تکواندو لوبې د ځوانانو لوبډلې روزونکي محمد شفیق طاهري نن (دوشنبه) د المپیک ملي کمېټې خلاف د د لاریون ګواښ وکړ.
محمد شفیق طاهري او لوبغاړو په کابل کی رسنیزې غونډې ته وویل، چې المپیک ملي کمېټې د برازیل په کوربتوب ۲۰۱۶ کال المپیک سیالیو ته د لوبغاړو په ټاکنه کې درغلي کړې ده.
د ښاغلي طاهري په وینا، المپیک ملي کمېټې د المپیک سیالیو له پاره چې تر راتلونکو ۲۰ ورځو به د برازیل په (ریو) ښار کې پیل شي له ازموینې پرته لوبغاړي غوره کړي دي.
د تکواندو ځوانانو لوبډلې روزونکي زیاته کړه، چې د المپیک ملي کمېټې مشر ظاهراغبر د لوبغاړو په ټاکنه کې لاسوهنه کړې ده او ۶ کسیزه لوبډله یې په خپله خوښه او په خپل مصرف سره د برازیل سیالیو ته لېږلې دي.
طاهري وویل دوې د افغانستان د بدني روزنې ریاست څخه ملاتړ کوي او که د تکواندو لوبغاړو غوښتنو ته مثبت ځواب ونه ویل شي؛ لاریونونو به وکړي.
په همدې حال کې د تکواندو ملي لوبډلې یو لوبغاړي نومان عباسي وویل، چې نړیوالو سیالیو ته باید لوبغاړي د استعداد له مخې غوره شي، نه ده نوم له مخې.
په همدې حال کې نن د افغانستان المپیک ملي کمېټې پورې تړلو یو شمېر فدراسیونونو د سلګونه کسانو په راټولو سره په کابل کې د ارګ مخې ته لاریون وکړ.
د دوې غوښتنه داوه، چې د افغانستان حکومت او د بدني روزنې ریاست دې، د المپیک ملي کمېټې په چارو او فدراسیونونو کې لاسوهنه بنده کړي او افغان ولسمشر دې خپل فرمان بېرته واخلي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د بدني روزنې د ریاست په غوښتنه د افغان ولسمشر فرمان خپور شو، چې له مخې یې د غیر المپیکي فدراسیونونو څخه غوښتل شوي؛ ترڅو خپلې اساسنامې د افغانستان عدلیې وزارت سره ثبت او له دوی منظور واخلي، د فدراسیونونو مشران دې د انتخاباتو په ځای انتسابي شي او دغه راز دې غیرالمپیکي فدراسیونونو خپلې نړیوالې او کورنۍ پیسې د مالي وزارت له لارې مصرف کړي؛ خو د ولسمشر دغه فرمان المپیک ملي کمېټې ته د منلو نه دی.
المپیک ملي کمېټه وایي، چې د ولسمشر فرمان او د بدني روزنې ریاست نوې غوښتنې د فوټبال نړیوالې شورا او المپیک نړیوالې شورا له اصولو سره په ټکر کې دی او د افغانستان ورزشي ادارو ته په نړیواله کچه زیان رسولی شي.
له بل لوري د افغانستان بدني روزنې ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي، چی باید د المپیک په چارو کې لاسوهنه ونه شي او هغه فدراسیونونو چی د المپیک په نړیواله شورا کې شتون نه لري باید د افغانستان د بدني روزنې ریاست لاندې کار وکړي.