د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسې حوا علم نورستاني نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې د وخت کموالي له کبله به یوازې د ولسمشري ټاکنې د تلې میاشتې په شپږمه نېټه وشي.
د نوموړې په وینا، د ټاکنو کمېسیون پر یو مهال د درې واړو ټاکنو کولو لپاره لازمه بودیجه نهلري.
نورستانۍ د ولسمشري له ټولو نوماندانو وغوښتل چې د ټاکنو قانون او اصول په پام کې ونیسي.
نوموړې زیاتوي، د ولسمشري ټاکنو پر مهال به بایومټریک سېسټم وکارول شي.
د ټاکنو کمېسیون د مهالوېش له مخې، ټاکل شوې د ولسمشري ټاکنې د تلې میاشتې په شپږمه نېټه وشي.