یوشمېر سوداګر په ګمرکونو کې د مالیاتي تعرفو لوړوالي پروړاندې د اعتراض په توګه د باربرۍ تر ۴۰ ډېر شرکتونه تړلي دي.
دوی ادعا کوي، سره له دې چې په قانوني ډول له بهرنیو هېوادونو جامې را واردوي، خو د افغانستان په ګمرکونو کې د مالیو ترڅنګ د هرې جوړې پرسر ورڅخه له ۲۰ تر ۳۰ افغانیو اخیستل کېږي.
د افغان شرکت رییس رحمتالله او د ټرانسپورټونو رییس نجیبالله عرب وايي، هغه پیسې چې د تعرفو ترڅنګ اخیستل کېږي، د هر ولایت معلومې دي.
د دوی په وینا، که پهدې اړه اعتراض وکړو، راته وايي چې د ولسمشر امر دی او تاسې باید له هغه سره خبرې وکړې، خو که ولسمشر ته مراجعه کوو، هلته بیا وخت نه راکول کېږي.
خو د مالیې وزارت د ویاند دفتر سرپرست عبادالله درمان د سوداګرو ادعاوې ردوي او وايي، مالیې وزارت د قانون په چوکاټ کې د بارونو لهپاره یوه ۳ مادهيي تګلاره جوړه کړې چې له مخې د هر بار لهپاره ځانګړې بیې ټاکل شويدي.
د یادونې ده چې تر ۴۰ زیاتو شرکتونو تړلو له کبله ګڼ شمېر کسان وزګاره شوي چې د سوداګرو په وینا، ناوړه پایلې به ولري.