پرون ماښام د ترکیې پلازمېنه انقره کې درنه چاودنه وشوه، چې په دې چاودنه کې له ۳۴ تنو زیات کسان ووژل شول او ۱۲۵ تنه نور ټپیان شول.
د ترکیې هېواد د عامې روغتیا وزیر مهمیت میازنګلو له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د ۱۹ تنو ټپیانو حالت د اندېښنې وړ دی.
د دې هېواد ملي تلویزیون (TRT) د راپور پربنسټ دغه چاودنه د بس په یو تم ځای کې شوې ده او د چاودنې سیمې ته نږدې د عدلیې او کورنیو چارو وزارتونه، ستره محکمه او د پولیسو یوه پوسته موجوده ده.
په راپور کې راغلي دي، چې د چاودنې په سیمه کې شاخوا ودانیو او د سړک پر مخ روانو موټرو ته زیان رسېدلي او په پېښه کې زیات ټپیان د ودانیو کار کوونکي او خلک دي.
تر اوسه پورې د دې چاودنې مسوولیت کومې وسله والې ډلې منلی نه دی، خو د ترکیې حکومت بیا د دې پېښې مسوولیت په هغو کردانو (پ.ک.ک) اچوي چې د داعش سره په جګړه کې د امریکا متحده ایالاتو ملاتړ له ځانه سره لري.
په دې اړه د ترکیې ولسمشر طیب اردوغان په خپله وینا کې ویلي دي، چې «دغه ډول بریدونه د ترکیې یووالی او پیوستون ګواښي، خو په دې سره نه شي کولای، چې د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې زموږ روحیه کمزورې کړي. »
دغه برید د دې لامل شو، چې په ترکیه کې د فسبوک او ټوېټر ټولنیزو شبکو وتړل شي.
په ترکیې کې تېره میلادي میاشت هم چاودنه وشوه، چې هغه چاودنه کې ۲۹ تنه ووژل شول او شاوخوا ۶۰ تنه په کې ټپیان شول.
د تېرې میلادي میاشتې د برید مسوولیت د ترکیې کردانو په غاړه اخیستی و او ترکیې حکومت ته یې د دغه ډول بریدونو د دوام ګواښ کړی و.