تېره شپه ۱۵ مخ پټو ولسوالو د تخار ولایت د دوران ولسوالۍ د چاه آب کلي یو جومات ته ننوتي او ټول لمونځ کوونکي يې لوټلي دي.
راپورونه وايي، چې دغو مخ پټو وسله والو یو تن د حاجي زمان په نوم هم برمته کړی دی.
د چاه اب ولسوال جنیدالله فیض سلام وطندار ته د دغه خبر د تایید ترڅنګ وايي، چې دغه کسان وروسته له هغه، چې په چاه اب کې د ټول لمونځ کوونکو مالونه له ځانونو سره وړي دي بېرته د پل سرخم ولسوالۍ پر جومات يې برید کړی، چې په هغه کې د لمونځ کوونکو له ډلې یو تن ټپي شوی هم دی.
د چاه اب ولسوال وايي، چې تر اوسه د دغو کسانو هویت نه دی څرګند شوی او د نيولو له پاره یې هڅې روانې دي.
فیض وايي، چې برید کوونکي د برید پر مهال یو له بل سره خبرې نه کولې، هر کار او ارتباط يې یو بل سره په اشارو ترسره کېدل.
د هغه پر وینا، لمونځ کوونکي له جوماته د رخصتيدو پر مهال د مخ پټو وسله والو له برید سره مخ کيږي.
خو د سعید په نوم یو تن د سیمې اوسېدونکی وايي، چې دغه مخ پټي وسله وال څلور تنه له ځانونو سره وړي دي، خو وروسته يې بیا دوه تنه بېرته خوشې کړي دي.
چاه آب د تخار ولایت هغه ولسوالۍ ده، چې له تاجکستان هېواد او بدخشان ولایت سره پوله لري او
د زیاتو غرونو له امله تګ راتګ پکې ستونزمنه ده.