طالبانو له تېرې شپې راهیسې د تخار ولایت په شکمش ولسوالي کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه پیل کړي دي.
د شکمش ولسوال قیوم قانع وايي، طالبانو د یادې ولسوالي ۵ کلي نیولي او ځانونه یې د ښار څنډو ته رسولي دي.
د نوموړي په وینا، که څه هم اوس نښتې پای ته رسېدلي، خو طالبان پر چمتووالي بوخت دي او هڅه کوي چې د هوا له تیاره کېدو سره سم بیا جګړه پیل کړي.
خو د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد چې د تخار ولایت مرکز تالاقانو ته تللی وايي، په تخار کې د طالبانو بریدونه له ماتې سره مخ شوي دي.
د خالد په وینا، د تخار مرکز تالقانو ته د طالبانو د نږدې کېدو په اړه خپاره شوي خبرونه، د طالبانو تبلیغاتي جګړه ده او دغه ښار له هېڅ جدي ګواښ سره نهدی مخ.
د راپورونو له مخې، طالبانو له تېرو دوو ورځو راهیسې د تخار ولایت په خواجهغار، نمکآب، بهارک او شکمش ولسوالیو کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه پیل کړي دي.
د تخار د ځايي مسوولانو د معلوماتو له مخې، په یادو نښتو کې تراوسه ۲۵ طالبان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي. د دوی په وینا، په نښتو کې د امنیتي ځواکونو دوه سرتېري هم وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.