د تخار د پولیسو له لیکو ۱۲ ښځینه سرتېرې اخراجې شوې دي

د تخار ولایت د ښځو چارو رییسه رزم‌ارا حواش وايي، د دې ولایت پولیسو له خپلو تشکیلاتو ښځینه‌ پولیسې لېرې کړې دي او امتیازونه یې نارینه‌وو ته ورکوي.

مېرمن حواش وویل، د تخار ولایت د پولیسو په لیکو کې جنسیتي تبعیض موجود دی؛ ګڼې زیات شمېر مېرمنې لېواله دي چې ان په ولسوالیو کې دندې ترسره کړي.

د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر په دې ولایت د پولیسو له لیکو د مېرمنو وېستل مني، خو وايي، په دندو کې د ناسوبتیا له امله لېرې شوي دي.

د تخار د امنیې قوماندانۍ یوې افسرې د نوم نه خپرېدو په شرط وویل، ټولې هغه مېرمنې چې د پولیسو له تشکیله وېستل شوي چمتو دي چې په ولسوالیو کې دندې وکړي؛ خو مسوولانو پرتله له دې چې دغه مېرمنې په جریان کې کړي له دندو لېرې کړې دي.

د تشکیلاتو پربنسټ د تخار ولایت د پولیسو په لیکو کې د مېرمنو سرتېرو له‌پاره ۳۸ بستونه موجود دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام