د تخارخبریالان: د حکومت پر ضد فتوا ورکوونکي ملایان دې ونیول شي

د تخار ولایت د خبریالانو مدافع ډلې دغه ولایت کې د هغو دوه ملایانو د نیولو غوښتنه کوي، چې خبریالانو ته یې د سپکاوي ترڅنګ د حکومت پرضد فتوا ورکړې ده.

دوی وايي، د دولت پرضد څرګندونې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پرګټه دي او حکومت باید ډیر ژر دغه کسان ونیسي او محاکمه يې کړي.

په دې وروستیو کې تخار ولایت کې یوشمېر دیني عالمانو د نظام او دموکراسۍ پر ضد فتوا ورکړې ده او خلک يې د حکومت پر وړاندې وسله‌وال پاڅون ته هڅولي دي.

تېره ورځ تخار ولایت کې دوه دیني عالمان هر یو مولوي مبشیر او مولوي سبحان الله په دوو بیلا بیلو غونډو کې د حکومت پرضد فتوا ورکړې او ترڅنګ يې د سیمه‌ییز ټلویزیون یو کامره مین ته هم سپکې سپورې ویلي.

 د تخار مرکز تالقانو یو شمېر اوسیدونکي وايي، چې د عالمانو څرګندونې په وران کاریو اغېز لري او ترڅنګ يې دغه څرګندونې د وسله‌والو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په ګټه دي.

 د تخار د خبریالانو ټولنې رېیس شفیق پویا هم سلام‌وطندارته وویل، چې د خصوصي ټلویزیون کامره مین ته سپکاوی د منلو وړ نه‌دی او غوښتنه کوي، هغه عالمان دې ونیول شي چې د خلکو په منځ کې خبریالانو پروړاندې کرکه خوروي.

 د حج او اوقافو وزارت ویاند مخلص تالقاني تاییدوي، چې یو شمېر دیني عالمان د دیني زده‌کړو خلاف د جوماتونو له ممبرونو کنځل او د خلکو په منځ کې کرکه خوروي.

د تالقاني پر وینا، په تېره غونډه کې د دیني عالمانو څرګندونې به په جدي توګه وڅيړي او له حکومته غواړي دغه کسان د قانون منګلو ته وسپاري.

نوموړي زیاته کړه: " دا څرګندونې په هغو سیمو کې شوې، چې د امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي او حتا غږ يې هم اوري ولې اقدام نه کوي؟ تخار له ۴ زره ډير مسجدونه لري او د حج او اوقافو وزارت تر کنټرول لاندې رسمي ۱۱۴جوماتونه دي".

په همدې حال کې د تخار ولایت امنیه  قوماندان فقیرمحمد جوزجاني وايي، د سیمې قومي مشرانو سلا مشورو وروسته به ددغه دوه ملایانو د نیولو په اړه اقدام وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې دا ډول ملایان له وسله‌والو طالبانو هم خطرناکې دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې یو شمېر ملایان تخار ولایت کې د دولت پرضد خلک پاڅوي.

نږدې یوه میاشت وړاندې هم مولوي کبیر چې د تخار د والي د وژنې هوډ يي لرلو د ملي امنیت له خوا ونیول شو او د نورو ملایانو په منځګړيتوب له زندان خوشی او وروسته له نورو ۱۰ ملګرو سره د وسله‌والو طالبانو لیکو سره یوځای شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام