د تاوتریخوالي کمولو هوکړه؛ هېوادوالو په خوښيو ونمانځله

د پکتيا، خوست، کندوز او ځینو نورو ولایتونو اوسېدونکيو د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې‌ لاسلیک لپاره د امن شرایطو رامنځ ته کولو په موخه، د ۷ ورځو لپاره د تاوتریخوالي کمولو نه نمانځنه وکړه.

دوی بېلا بېلو حرکتونو کې د تاوتریخوالي د کمولو پر پیل خوښي وښوده او له ښکېلو خواوو  یې د دايمي اوربند غوښتنه وکړه.

پکتيا کې د دې حرکت ګډونوالو وويل، د تېرو څو لسيزو جګړو قرباني افغانانو په ځانګړې توګه ملکي وګړيو ورکړې؛ خو ګټې يې نورو هېوادونه ته رسېږي.

خوست کې هم يو شمېر خلک د تاوتریخوالي د کمولو په خوشالۍ ښار ته راوتي.

دوی هیله څرګندوي چې د سولې وروستيو خبرو کې پرمختګونه او د ۷ ورځو لپاره د تاوتریخوالي کمولو پرېکړه اوربند ته لار هواره کړي.

په ورته وخت کې په کندوز ولايت کې هم د دې ولايت اوسېدونکيو، مدني فعالانو او عالمانو په يوه راټولېدنه کې د امريکا او طالبانو تر منځ  د تاوتريخوالي له کمولو هرکلی وکړ.

په دې راټولېدنه کې کندوزيانو « موږ سوله غواړو» د شعار تر سرليک لاندې د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې جګړه دې بس کړي، اوربند دې وکړي او تلپاتې سولې ته دې ورسېږي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې لاسلیک لپاره د مناسبو شرایطو برابرولو لپاره طالبانو او افغان حکومت تېره شپه ټول هېواد کې د جګړې د کمښت اعلان وکړ او دواړو لوريو له خپلو ځواکونو غوښتي چې دفاعي حالت کې و اوسي.

په دې تړاو:

د تاوتریخوالي کمولو پړاو نن شپه ۱۲ بجې پیلېږي

د سولې هوکړه‌لیک د لاسلیک نېټه په ډاګه شوه

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام