له هغه وروسته چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدو د اوونیزې طرحې عملي کېدل پیل شوي، ناټو ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو، ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو د دې طرحې ملاتړ کړی دی.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د تاوتریخوالو کمولو طرحه په افغانستان کې د جګړې د ښکېلو لوریو د ظرفیت او ارادې ارزولو لپاره یو ښه ګام دی او بریا به یې تلپاتې سولې ته لار هواره کړي.
د ناټو عمومي منشي ویلي چې د تاوتریخوالي کمول به بینالافغاني مذاکراتو ته لار هواره کړي او د افغانستان نړیوالو شریکانو ته دا ډاډ ورکوي چې دغه هېواد نور د ترهګرو په ځاله نه بدلېږي.
د ناټو متحدان له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې دي. ناټو اوس په افغانستان کې له ۱۶۰۰۰ ډېر سرتېري لري چې د امنیتي ځواکونو پر روزنې، تجهیز او ملاتړ بوخت دي.
د ناټو عمومي منشي په یاده بیانیه کې لیکلي چې ناټو او متحدان به یې د افغان ځواکونو تر څنګ پاتې شي او د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه کې به یې ملا ور وتړي.
سټولټنبرګ د خپلې خبرپاڼه په یوه برخه کې ویلي چې د افغان سولې او بینالافغاني خبرو اترو کې د ښځو ونډه مهمه بللې او ویلي یې دي چې د ښځو معنا لرونکی حضور دغې پروسې ته مشروعیت ورکوي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترس ویلي و چې د تاوتریخوالی کمول په افغانستان کې د تلپاتې سولې لامل کېدلی شي، هغه سوله چې تر چتر لاندې یې د ښځو او وګړیو حقونه خوندي شي.