د تاجکستان هنډبال ملي لوبډله افغانستان ته راغلې

د افغانستان د بدني روزنې ریاست چارواکي وايي، چې د افغانستان د هنډبال فدراسیون په رسمي بلنه د تاجکستان د هنډبال ملي لوبډله د افغانستان میلمه ده.

د بدني روزنې ریاست چارواکو په وینا د افغانستان او تاجکستان د هنډبال ملي لوبډلو تر منځ د دوستۍ جام په نوم درېیم پړاو سیالۍ د بدني روزنې په ورزشي جمنازیوم کې پیل کیږي.

د یاد ریاست څخه په رالېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي، د افغانستان په کوربتوب د ازبکستان  او ترکمنستان هنډبال لوبډلې رابلل شوې وې چې د نامعلومو دلایلو له امله رانه غلې.

په همدې حال کې دافغانستان بدني روزنی ریاست ایران ته د افغانستان د رزمي ملي لوبډلې د سفر خبر ور کوي.

د افغانستان د رزمي لوبو ملي لوبډله په نړیوالو (فري فایټ جی ون) سیالیو کې د لوبېدو په موخه د ایران پلازمینیېتهران ته رسیدلې ده.

د بدني روزنې ریاست خبرپاڼه لیکي، چې د افغانستان په ګډون د ایران په کوربتوب په دې سیالیو کې د ۱۱ هیوادونو (فري فایټ) لوبډلې برخه لري.

خبرپاڼه کاږي، په دې سیالیو کې د افغانستان څخه د بېلا بېلو وزنونو ۳۶ تنه لوبغاړي برخه لري، چې ورسره روزونکې او لوبڅارهم ملتیا کوي.

ټاکل شوې ده، چې د (فري فایټ) دغه سیالۍ به سبا په رسمي توګه د ایران په همدان ښار کې پېل شي، چې د راتلونکې اونۍ د (مې) میاشتې تر ۲۳ نیټې پورې به روانې وي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام