مهسا مهدوي د هغو لسګونو کډوالو له ډلې یوه ده چې خپلو موخو ته د رسېدو لهپاره د خپلې کورنۍ نورو غړیو سره یوځای له ستونزمنو لارو تېرېدو ته ملا تړي او ایران ته روانېږي.
اغلې مهدوي او د هغې کورنۍ د لارې په اوږدو کې ستونزو، د قاچاقیانو بد چلند او ډېر لګښت سخت ځورولي؛ خو اړ وو چې د خېټې ډکولو لهپاره په تشه خېټه تر منزله رسېدو داسې ستونزې وګالي.
د دې په خبره، د کورنیو د غړیو شمېر زیاتوالي له امله ټولو پاسپورټ اخېستلی نه شوای؛ ځکه خو په قاچاقي توګه ایران ته روان شول او په لاره یې د ډېرو سختیو ترڅنګ د قاچاقیانو له لوري وهلټکول هم خوړلي او د نورو پيسو تر څنګ یې ۱۵۰ زره افغانۍ قاچاقیانو ته ورکړې؛ خو دوی ته اسانتیاوې پيدا نهشوې او یوه بشپړه ورځ یې په پښو مزل وکړ.
د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق له قربانیانو سره د بیا راستنېدنې مرستې ملي مکانیزم (NRM)، د افغانستان دولت د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق سره د مبارزې عالي کمېسیون له لوري جوړ او تدوین شویدی.
د دغه میکانیزم موخه لارښوونه کوي چې د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق د قربانیانو د ملاتړ، پېژندنې او ارجاع په پار د دولت او مدني ټولنو لارښوونې لهمخې قاچاقیان وپېژني او د انسانيقاچاق سره د مبارزې قانون د (۲۰۱۷ کال مصوبې) پر اساس یې قضايي ارګانونو ته ور وپېژني.
د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق له قربانیانو سره د بیا راستنېدنې مرستې ملي مکانیزم (NRM) (د کورنیو چارو وزارت دندې) د ۱ فقرې په ۶ بند کې داسې لیکل شوي:
[د کورنیو چارو وزارت له دندو یوه] په ټولو ځمکنیو او هوايي سرحدونو او محلاتو کې (لویو لارو، عمومي پارکونو، عمومي باغونو، سړکونو، پلیو لارو، محوطو، کوڅو، واټونو، په کوچنیو بندو/ خلاصو لارو کې او یا خلاص میدان، ښوونځیو، دولتي او غیردولتي ادارو کې) د انسانيًقاچاق او کډوالۍ قاچاق د جرمونو نه د مخنیوي په پار لازم تدابیر نیول چې هلته هر څوک د تګ حق لري.
د کورنیو چارو وزارت د دې فقرې پر اساس د مهسا په کورنۍ د تېر شوي مورد په اړه، موظف دی چې د کډوالۍ قاچاق نه د قاچاقیانو لارو د بندولو په پار کېدوني لارې بندې کړي او قاچاقیان د قانون منګولو ته وسپاري.
مهسا مهدوي ـ چې د خپلې کورنۍ ځوانه لور ده ـ خپلو خبرو ته دوام ورکوي او وايي، که څه هم قاچاقیانو له دوی ډېرې پیسې اخېستې، خو بیا هم ورته هېڅ پام نهکوي، بلکې وهي یې او نورې ستونزې هم ورته جوړوي. د مهسا په خبره، د ایران سرحدي پولیسو یې یو ورور مجبور کړ چې د پوستې شنه ساحه پاکه کړي.
له مهسا سره له خبرو اترو وروسته د جوزجان د ښځو چارو ریاست خواته ورغلو. د دغه ریاست رییسې او له انسانيقاچاق سره د مبارزې کمېسیون غړې نجیبې قریشي له هغه ځایه خبرې شروع کړې چې د کډوالۍ پرمهال پر لارو وهلټکول شوي یا هم له جنسيځورونې سره مخ شوېدي.
اغلې قریشي زیاته کړه، تراوسه نه له انسانيقاچاقه او نه هم د کډوالۍ له قاچاقه بېرته ورستنې شویو ښځو هېڅ ډول غوښتنلیک نهدی ترلاسه کړی چې د تاییدۍ مهر پرې ولګوي.
د جوزجان د ښځو چارو رییسې په وینا، که پهدې اړه غوښتنلیکونه ترلاسه کړي؛ د اړوندو ارګانونو په مرسته د کورنیو یا زیانمنو ښځو سره د قانون لهمخې د هغوی ستونزې حلوي.
جوزجان کې د انسانيقاچاق د سکرتریت مسوول حسن سلیمي دا مورد د کډوالو قاچاق له ډلې شمېري او وايي، څوک چې قاچاق شي؛ د قانون پر بنسټ، له تعقیب، وهلټکولو، نڅولو، له درنو کارونو او خرڅولو څخه منع دي.
د ده په وینا، د مهسا او د هغې پر کورنۍ تېر شوی حالت د انسانيًقاچاق او کډوالۍ قاچاق ګڼل کېږي.
(د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزارت) د ندو اړوند د ۸مې مادې، لومړۍ فقرې ۹م بند له مخې، دولت باید «له بهرنیو چارو وزارت او اړوندو نړېوالو بنسټونو سره په همکارۍ د هغو هېوادوالو د بېرته راستنېدو لهپاره اسانتیاوې برابرې کړي چې د انساني قاچاقیانو له لوري له هېواده بهر قاچاق شوي دي». خو اوس داسې ښکاري چې تراوسه پهدې برخه کې نه یوازې کار شوی نهدی، بلکې هره ورځ ګاونډیو هېوادونو ته د قاچاق شویو کورنیو شمېر ډېرېږي.
اوس د ګڼو کورنیو ترڅنګ، ګڼشمېر ځوانان او ان ماشومان په بېلابېلو ډولونو غولول شوي او ګاونډیو هېوادونو ته د کار کولو په موخه قاچاق کېږي. په هېڅ ډول د یوه کډوال کارګر لهپاره د کار ضمانت ناشونی دی؛ افغان کارګران ته په ګاونډیو هېوادونو کې مساوي امتیاز نه ورکول کېږي او د دې لهپاره چې د قاچاق له لارې تللي، تل په یاد هېواد کې له دولت او پولیسو نه په ډار ژوند کوي.