د بګرام پر نظامي هوايي ډګر راکېټي بریدونه شوي

په پروان کې امنیتي سرچینې وايي، د «ترهګرو» ډلو اړوند کسانو نن سهار ۱۰:۴۰ بجې یاد هوايي ډګر ته نږدې د یوه موټر په ځای پر ځای کولو سره د بګرام پر نظامي هوايي ډګر راکېټي بریدونه کړي دي.

د پروان د همغږۍ مرکز قوماندان الوزی احمدي د دغه خبر د تایید ترڅنګ، سلام‌وطندار ته ویلي چې له یاد موټر نه د BM1 دوه بریدونه د پروان هوايي ډګر پر لوري شوي دي.

د نوموړي په وینا، یاد بریدونه په هوا کې د دفاعي سېسټم په وسیله خنثا شوي او مرګ‌ژوبله هم نه لري.

هغه وايي، یاد موټر له برید وروسته اور اخیستی دی.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو د پروان امنیتي مسوولان وايي، ښايي دغه بریدونه د داعش وسله‌والې ډلې له لوري شوي وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام