د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ورستیو نا امنیو په پار یې په کابل کې د پاکستان سفیر سید ابرار حسین احضار کړی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره شپه د (اګست په ۱۸مه) ماښام مهال په کابل کې یې د پاکستان سفیر د دې لپاره راغوښتی و، چې د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ د دوکلام په سیمه کې د پوله ساتو ځواکونو پر امنیتي پوستو د پاکستاني ځواکونو له خوا د درنو او سپکو وسلو بریدونه شوي وو.
د افغانستان د بهرنیو چار وزارت پاکستاني استازي ابرار حسین ته د هغو اتو افغان امنیتي ځواکونو د وژلو په خاطر اعتراض وکړ، چې د تېرې دوشنبې پر ورځ ماسپښین مهال د کونړ په ناړۍ ولسوالي کې د پاکستاني ځواکونو د ډزو پر مهال وژل شوي وو.همداراز افغان لورې وویل، چې د پاکستاني پوځیانو د ډزو له امله افغانانو ته ډېر مالي زیانونه اوښتي دي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفیر ته څرګنده کړه، چې ورته تېروتنې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو بیا بیا او بیا شوې دي او پاکستان خپله تګلاره نه بدلوي.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې د پاکستان سفیر ژمنه وکړه، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا پیغام به د اسلام اباد له چارواکو سره شریک کړي.