ترور شوی چارواکی عزیز غني نومېږي، د عطا محمد نور خوری دی، چې تېره ورځ د (مارچ په ۲۹مه) د مزار شریف په ښار کې ترور شوی دی.
د مزار شریف امنیتي مسوولین وایي، چې د عزیز غني د قتل په اړه څېړنې روانې دي. تر اوسه کوم شخص یا ډلې د دې پېښې د مسولیت په اړه څه نه دي ویلي.
ښاغلي غني په بریتانیا کې په نړیوالو اړیکو کې ماسټري کړې وه.
د معلوماتو له مخې ښاغلي غني پخوا په قزاقستان او روسیې کې د افغانستان په سفارتونو کې دندې لرلې، خو له درېیو کالو راپه دې خوا د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې د لیدنو تشریفاتي رییس په توګه کار کوي.
وروسته له هغې چې د افغانستان او پاکستان اړیکې مخ په خرابېدو شوې، په لویو او کوچنیو ښارونو کې چاودنو او ځانمرګو بریدونو یو ځل بیا زور واخیست.
د چارو شنونکي وايي، د شویو وعدو له مخې له طالبانو سره د خبرو اترو د بهیر ځنډېدل، افغانستان یو ځل بیا د نا امنۍ سبب ګرځي.
تېره ورځ ماښام مهال په ولسي جرګه کې د پکتیا ولایت د خلکو استازی په یو ځانمرګي برید کې ټپي شو.
په دغه پېښه کې ۳ تنه مړه او څو کابل ښاریان ټپیان شول.