د بهرنیو چارو وزارت: با ثباته افغانستان د چین په ګټه دی

افغان چارواکې وایي، په افغانستان کې ترهګري او نا امني د سیمې پر ټیکاو سربېره د چین پر نا امنه کېدو هم اغېز کولی شي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي نن کابل کې د چین د نړیوالو اړیکو انستیتیوت له چارواکو سره یوې ګډې غونډې ته وویل، چین باید پر پاکستان فشار راوړي، چې وسله وال مخالفان له افغان حکومت سره سولې ته اړ باسي.

د خلیل کرزي پروینا "د سولې په برخه کې له افغانستان سره د چین همکاري او ملګرتیا ځکه اغیز لري" چې چین د افغان روغې جوړې ښه ملګری دی.

دغه راز د سیاسي چارو شنونکي د افغان سولې په بهیر کې د چین رول ځکه مهم بولي، چې دغه هېواد د پاکستان سره خورا ښې اړیکې لري.

سیاسي کارپوه محمد اسحاق اتمر سلام وطندار ته وویل، چین ته د یو شمېر طالب مشرانو سفرونه د دې مانا لري، چې چین او طالبان سره نېږدې شوې دي.

اتمر زیاتوي، چې خپله چین هم په افغانستان کې سوداګرۍ، طبعي زېرمو تر څنګ د ټاپي پروژې پلي کېدو ته لیوالتیا لري، ځکه له دې پروژې چین هم برخمن کېدای شي.

ده وویل، چین غواړي پر پاکستان یو ډول فشار راوړي او وسله وال طالبانو له افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو ته کښېنوي.

دا څرګندونې په داسې مهال کیږي، چې په دې وروستیو کې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو هوډ کړی، چې په دې برخه کې د چین رول اغېزمن بلل شوی دی.

د افغان حکومت دا هڅې بیا د ځېنو کړیو اندېښنې هم راپورته کړي، چې وایې د تړلو دروازو ترشا د سولې خبرې ګټه نه لري.

په تازه کې له دلایلو پرته د افغانستان ـ پاکستان اړیکي ډېرې ښې شوې او هغه غوښتنې، چې پاکستان درلودې افغانستان تر یوې اندازې ورته شین څراغ ورکړی دی.

خو د سولې په روزګار بوخت خلک فکر کوي، چې تر ولسمشر غني پرته د سولې په اړه نور له هېچا سره معلومات نه دي شریک شوي.

مدني فعالان، د افغانستان سیاسي نخبه ګان او ملي خلک وېره لري داسې نه، چې د پردې تر شا یوه ډېره خطرناکه معامله وشي او دغه معامله په لوړه بیه تمامه شي.

داسې اندېښنې هم شته، چې ولسمشر غني د پاکستان په اړه د خوشبينه سياست درلودلو له کبله د دغه هېواد د مقطعي او لنډمهالو سياستونو ښکار نه شي.

خو بل خوا د ولسي جرګې ځېني غړي وایې، ولسمشر غني دې پرېښودل شي، چې په هېواد کې د سولې ټینګښت په موخه له مخالفینو سره خبرې اترې وکړي.

د دغو وکیلانو پر وینا په دې وروستیو کې ځينې کړۍ پرحکومت د امتیاز اخیستنې په موخه، د سولې په تړاو د حکومت پر هلو ځلو نېوکې کوي.

د ولسي جرګې لومړی نایب عبدالظاهر قدیر وویل، چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ به د امنیت شورا سلاکار او د سولې عالي شورا مسولین ولسي جرګې ته راوبولي.

د دې جرګې غړی حمیدزي لالي بیا له پخواني ولسمشر او یو شمېر نورو کسانو په کلکه وغوښتل، چې د جهاد کولو امتیاز دې له نوي حکومت څخه نه غواړي.

دا څرګندونې داسې مهال کیږي، چې د حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله دوې ورځې وړاندې په هند کې یوې غونډې پرمهال هندي رسنیو ته ویلي و، چې چین تراوسه له طالب چارواکوسره دری ځلې خبرې کړې دي.

اخوا بیا ولسمشر غني عربستان ته د سولې خبرو اترو تر څنګ د اقتصادي او امنیتي اړیکو د ښه کېدو لپاره په درې ورځني سفر عربستان ته تللی دی.

ویل کېږي، چې د افغانستان او عربستان مشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږد مهالو اقتصادي، امنیتي او فرهنګي اړیکو پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه، چې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ په دې برخو کې د اړیکو پراختیا به په سیمه کې د سولې او امن د ټینګښت لامل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام