د بنديانو له خوشې کېدو وروسته کاپيسا کې ناامنۍ ډېرې شوي

د کاپیسا یو شمېر اوسېدونکي وايي، دغه ولایت کې هدفي وژنې، غلاوې، د لارو نیول او د وسله‌والو کسانو او ډلو فعالیت، د عامو خلکو ژوند ستونزو سره مخ کړی دی.

د کاپیسا د مدني ټولنې مسوول حشمت الله اسحق‌زاده دغه ولایت کې د دې ټولو ناامنیو لامل، د ولسمشر د فرمانونو پر بنسټ د طالب او د هغو زندانیانو خوشې کول بولي چې دې وروستیو کې زندانونو کې د کورونا ویروس مخنیوي په موخه بندخونو نه خوشې شوي دي.

په همدې حال کې د کاپیسا اوسېدونکي دغه ولایت کې روانو شرایطو نه اندېښنه ښيي او وايي، له جومات نیولې، تر بازار، کوڅې او دوکان پورې هېڅ ځای امن نه دی.

د کاپیسا اوسېدونکي شاکر شېرزاد او ندیم افضلي وویل، هغو سیمو کې هم د وسله‌والو فعالیت تر سترګو کېږي چې لوړپوړي امنیتي مسوولان په کې اوسېږي.

دې سره، د کاپیسا امنیتي مسوولان هم د دغه ولایت د اوسېدونکيو اندېښنې پر ځای بولي.

د کاپیسا امنیې قومندانۍ کې د رسنیو دفتر مسوول عبدالشایق شورش وویل، یو شمېر خوشې شوي زندانیان یې بیا ځلې د جرم کولو پرمهال نیولي او بېرته یې زندان ته استولي دي.

کاپیسا شمال کې یو له غرنیزو ولایتونو دی چې په تګاب، اله‌سای او نجراب ولسوالیو کې یې طالب وسله‌وال پراخ فعالیت لري.

د دغه ولایت د مرکز محمود راقي ښار او د لومړۍ حصې او دویمې حصې ولسوالیو ځینو برخو کې بیا د نامعلومو وسله‌والو فعالیتونه زیات دی چې ډېر کله د ملکي وګړيو د قرباني کېدو لامل کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام