د بلخ ولایت ځينې اوسيدونکي وايي، چې دوی له دغه ولایته د عطامحمد نور په وتلو اندېښمن دي، ځکه د دوی پر خبره ښايي له ولایته د نوموړي له استعفا وروسته په بلخ کې ناامنۍ زیاتې شي.
د یاد ولایت یو شمیر اوسیدونکو سلام وطندارته وویل، چې په اوسنیو شرایطو کې عطامحمد نور او یاهم د هغه یو همفکره کولی شي دغه ولایت وساتي.
د خواجه په نوم یوه اوسيدونکي ویلي، چې عطامحمد نور باید له استعفا وروسته هم دغه ولایت توجه وکړي.
همدارنګه د مریم په نوم یوې بلې اوسېدونکې وویل، چې هغه یو ښه مدیر و او له امنیتي پلوه يې د بلخ نه یو کلیدي ولایت جوړ کړی و.
جمیله یوه بله اوسيدونکې ده.
دا وايي، چې له بلخه د عطامحمد نور ګوښه کیدو وروسته د بلخ امنیت، اعتبار، پانګونې، سوداګرۍ نظام او داسې نور به په عادي او نورمال حالت کې نه وي او باید داسې کس وګومارل شي، چې د خلکو باور خوندي وساتي.
خو د بلخ ولایت یو شمیر مدني فعالان کابل ته د نور له تګه او په لوړه کچه سیاست کې د هغه ګډون ته خوشبین دي او باور لري، چې ورورسته له عطا محمد نور به بلخ له ستونزو سره مخ نه شي.
د بلخ مدني فعال قاري میر روهین سلام وطندارته وویل، چې په دې وروستیو کې د عطامحمد نور مخالفینو داسې اوازې خپرې کړي، چې د هغه له تللو سره د بلخ هرڅه دوی پورې تړاو لري او دغو اوازو د بلخ اوسیدونکي اندیښمن کړي دي.
نوموړی وايي، چې د هغه له وتلو وروسته به هم بلخ له هیڅ راز ستونزو سره مخ نهشي او د عطامحمد نور تګ په دولتونو کې یو طبیعي امر دی.
د بلخ ولایت مقام ځینې مسوولین هم د دغه ولایت اوسیدونکو اندیښنې پرځای بولي او وايي، چې د ښاغلي نور له تلو سره ځینې کسان د شمال تجزیه کولو په لټه کې دي.
د بلخ ولایت مقام ځای ناستي مرستیال والي فیاض مهر ایین سلام وطندار ته وویل، چې د عطامحمد نور دریځ په بدلیدو سره ځینې کسان هڅه کوي چې شمال تجزیه کړي، چې دا مسئله د حکومت لهپاره ستره ستونزه ده.
مهر ایین باوري دی، چې تاریخ په ډاګه کړې هرځل چې بلخ نا امنه شوی حکومت له بحران او سقوط سره مخ شوی دی.
له دې ټولو سره ـ سره د بلخ ځینې اوسیدونکي باوري دي، چې د بلخ ځای ناستی والي ټولو شته ستونزو ته په کتو توانیدلی په تیرو ۱۳ کلونو کې بلخ ښه مدیریت کړي او د پراختیا، زیربنا او سوداګرۍ په برخه کې لاسته راوړنې لري.