د بغلان ولایت سلګونو ډاکټرانو د افغان امنیتي ځواکونو له چلنده شکایت کوي او وایي، هر کله چې امنیتي ځواکونه روغتون ته ټپیان او ناروغان راوړي د راوړل شویو کسانو د مراقبت، درمنلې او د ډاکټرانو د پاملرنې د جلبولو له پاره له دوی سره زور زیاتی کوي.
دغو ډاکټرانو د بغلان ولایتي روغتون دروازه تړلې وه او د اعتراض په دود یې اعتصاب کړی و.
دوی یو پرېکړه لیک ولوست او خبرداری یې ورکړ، که یې ستونزو ته پام ونه شي، د بغلان ولایت ټول روغتیايي مرکزونه به وتړي.
د بغلان ولایت عامې روغتیا مرستیال عبدالعلیم غفاري وویل، چې په دې ټولو پېښو کې څو تنو ډاکټرانو ته د مرګ ګواښ هم شوی دی.
د غفاري په وینا، کله چې د ناروغ او ټپي شوي کس درمنله د ډاکټرانو له وسه وتلی کار وي، نو امنیتي ځواکونه بیا ډاکټران وهي ټکوي او له ډاکټرانو معجزه غواړي.
دی وايي، په روغتیايي برخه کې د امنیتي ځواکونه مداخله د بغلان ولایت ډاکټرانو له پاره سرخوږی جوړ کړی دی.
د بغلان ولایت د پولیسو قوماندانۍ د امنیت امر غلام سخي نیکپی دغه خبر مني او وايي، چې دوی دغه قضیه جدي نیولې ده او د دغه پېښو عاملین به ډېر ژر د خپلو کړنو په سزا ورسوي.
د بغلان ولایت روغتون ۱۲۰ بستره لري او هره ورځ د شاوخوا ۵۰۰ ناروغانو درملنه کوي.