د بغلان پوهنتون د ځېنو پوهنځیو استادان او محصلینو غوښتنه کوي، چې د دوی پوهنځي دې پلخمري ښار یا هم نورو امن سیمو ته ولېږدول شي. د دوی پر وینا، افغان ځواکونه له وسلهوالو طالبانو سره د جګړې پر مهال د دوی له پوهنځيو د سنګرونو په توګه کار اخلي.
دوی وايي، دنا امنیو او جګړو له امله نهشي کولی چې په امن فضا کې زده کړې وکړي.
له څو کلونو راهیسې د بغلان د ژونالیزم، انجینري، اقتصاد، ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي د پلخمري ـ کندز لویې لارې ته څیرمه د حسین خیل سیمې ته لیږدول شوي، د هوا تودیدو سره پر دغې لارې د طالبانو بریدونه زیات شوي او په لسګونه زده کوونکي له امنیتي ګواښونو سره مخ کړي دي.
دغو محصلینو سلام وطندار ته وویل، چې له همدې امله د زده کړو دوام ورته ستونزمن شوی دی.
دغه محصلین له حکومته غواړي چې د حسین خیل سیمې د امنیت تر ټینګښت پورې دې د دوی پوهنځي امن سیمو ته ولیږدوي.
عزیز مبارز او فروزان یعقوبي دوتنه محصلین وايي:"په خواشینۍ سره دلته محصلین د مرمیو، تانګ او توپ له غږونو سره مخ دی او دا ورته د زغملو نه دی چې دلته څوک څو شیبې هم پاتې شي."
"څو ورځې مخکې له دغه پوهنتون څخه د پوځي پوستو او سنګر په توګه کار اخیستل کیده چې ښيښې او ورسۍ ګانې يي پوره زیانمنې شوي او له منځه تللي دي؛ دلته چې موږ د درس له پاره راځو ویره لرو چې څه وخت مرمۍ راځي او چیرته لګیږي یانې ویلی شو چې دلته د جګړې لومړۍ کرښه ده."
د بغلان پوهنتون استاد سمیعالله وفا هم د وضعیت په اړه اندیښمن دی او وايي، چې د امنیتي ستونزو له امله په تیرو څو کلونو کې زیاتره ښځینه محصلینو چې پوهنتون ته لار پیدا کړې وه خپلې زده کړې نیمګړې پریښې دي.
د بغلان د پوهنتون رییس خلیل احمد کانجو، تاییدوي چې په دغو پوهنځیو کې ځینې امنیتي سرتیري شته خو وایي، چې د پوهنتون دامنیتي ستوزونو لرې کولو په موخه یې له چارواکو او سیمهییزو مخورو سره خبرې کړي.
په همدې حال کې، د بغلان امنیه قومندان اکرام الدین سریع سره له دې چې په حسین خیلو سیمه کې امنیتي ګواښونه مني، خو د دې سیمې د امنیت ټینګښت په اړه ډاډ ورکوي.
تیر کال هم د بغلان ځینې محصلینو او استادانو د بغلان ـ کندز د لویې لارې د نا امنیو له امله څو میاشتې د پلخمري ښار په خصوصي پوهنتونونو کې خپل زدهکړو ته یې دوام ورکړ چې محصلین یی له زیاتې ستونزو سره مخ و.