د بغلان سیمهییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د نظامي شورا پریکړه باطله ده او دوی د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ څخه د دوو نظامي اډو له ویستلو سره مخالف دي.
د بغلان نظامي شورا فیصله کړې وه، چې باید له مرکزي بغلان ولسوالۍ څخه د افغان امنیتي ځواکونو دوه ستر نظامي اډې د یاد ولایت نورو سیمو ته ولېږدول شي.
د یو افشا شوي سند پر بنسټ دوی ویلي، چې د امنیتي ځواکونو دغه دوه نظامي اډې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې مهم رول نهلري.
خو د بغلان والي عبدالستار بارز د یوې خبري ناستې پرمهال وویل، چې دوی د نظامي شورا پریکړه باطل اعلان کړې او اجازه به ور نه کړي، چې له مرکزي بغلانه د دغو دوو نظامي اډو پوځيان ووځي.
د بغلان والي زیاتوي، چې د نظامي شورا طرحه له پخوانيو حالاتو سره سمون خوري نه اوسني.
هغه د بغلان اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی د امنیت لهپاره يې لوی نظامي پلانونه جوړ کړي دي.
همدارنګه د بغلان د ولایتي شورا ځينې غړي هم د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وايي، چې د یو سند پر بنسټ د دغه ولایت نظامیان د مرکزي بغلان ولسوالۍ په منګل سیمه کې دوه نظامي اډې طالبانو ته پرې ايښې دي.
د یاد ولایت د ولايتي شورا یو تن غړی بسمالله عطاش وايي، چې دوی دغه پریکړه نهمني، ځکه پر وینا يې دغه کړنه به د حکومت پر زیان وي.
له بل لوري د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رامنش سلاموطندار ته وویل، چې له مرکزي بغلان ولسوالۍ د دوو نظامي اډو څخه د نظامیانو د ویستلو په اړه دوی کومه پریکړه نه ده کړې.
ده هم دا ومنله، چې د نظامي شورا لهخوا همداسې پريکړه شوې وه.
هغه وویل، چې د وسلهوالو طالبانو د له منځه وړلو لهپاره دوی په بغلان ولایت کې د بېلابېلو عملیاتو د ترسره کېدو پلان لري.
د ویلو ده، چې تېر کال د قومونو او قبایلو پخواني وزیر ګلاب منګل باندې تور پورې شو، چې نوموړي هغه مهال له وسلهوالو طالبانو سره یو ۹ مادهییز سند لاسلیک کړ و، چې له مخې يې د بغلان ډنډغوري سیمه وسلهوالو طالبانو ته پرېښودل شو.
خو بیا ګلاب منګل وویل، چې دی دغه سند د قومي سپینږیرو او مشرانو سره لاسلیک کړی نه د وسلهوالو طالبانو سره.