د بغلان ولایت یو شمېر مدني فعالانو نن ورځ هغه ولایت کې په اعتراضیه غونډه کې وویل، درې ورځې مخکې بغلان ولایت ته د امنیت شورا په نوم جعلي استازی راغلی و، چې مهم امنیتي رازونه یې تر لاسه کړي او مسوولین ته یې ستاینلیکونه ورکړي دي.
دوی د ځینو سیمو سقوط او د امنیتي ځواکونو ماتې دې ورته د یو شمېر ناخبره امنیتي مسوولینو کارکړڼه بولي او خبرداری ورکوي، که حکومت دغه موضوع جدي و نه نیسي؛ پراخ لاریونونه به وکړي.
مدني فعال محمد عاطف عارفیان وايي، چې حکومت باید له دې موضوع سره جدي چلند وکړي او د پردې ترشا کسان پیدا او سخته سزا ورکړي.
د بختیار په نوم یو بل مدني فعال وايي، له نیول شوي کس څخه باید په سم ډول څېړنه وشي، تر څو معلومه شي، چې د چا له خوا د کومې موخې له پاره رالېږل شوی و.
د بغلان ولایتي شورا غړی مولوي عبدالولي راجي حکومت په بې غورۍ تورنوي او وايي، چې نیول شوي کس له دې مخکې په شمال کې ځان د پولیس د تنظیم رییس معرفي کړی و.
عبدالولي راجي په ټینګار سره وویل، چې سردار زمری داود، د سناتور په جعلي اسنادو د هېواد په شمال کې دغه ډول جعلي کارونه کړې وو؛ خو سیمه ییز حکومت په دې اړه هېڅ اقدام ونه کړ.
له بل لوري د بغلان ولایت امنیه قوماندان نور حبیب ګلبهاري سلام وطندارته وویل، چې نیول شوی کس د ۲۰۹ شاهین قول اردو په چورلکو کې بغلان ته راوړل شوی و او دوی يې اړ کړل، چې ښه راغلاست ورته وکړي.
ګلبهاري وايي، چې د سردار زمری داود له خوا د لوا قوماندان، قول اردو قوماندان، ده او مرستیال ته يې ستاینلیکونه هم ورکړل شوي دي.
په ورته وخت کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان مهمند کټوازي دغه کس ته د دوو چورلکو په واک کې له ورکولو بې خبري ښيي.
کټوازي وویل، کله چې د ملي دفاع وزارت د کشف ریاست ورته د دغه شخص د جعل کارۍ په اړه خبر ورکړ، سم لاسي یې ونیولو او ملي امنیت ته یې وسپارلو.
د راپورونو پر بنسټ درې ورځې مخکې د سردار زمری داود په نوم یو کس چې ځان یې د ملي امنیت شورا استاز معرفی کړی و، د امنیتي حالت د ارزونې له پاره په حکومتي چورلکو کې بغلان او کندوز ولایتونو ته سفر کړی و.