د بغلان عامې روغتیا ریاست د ۲۳ زره رواني ناروغانو درملنه کړې

د بغلان د عامې روغتیا مسوولین وايي، په ۱۳۹۵ کال کې یې ۲۲ زره ۹۷۴ رواني ناروغان یې تداوي کړي دي.

د عامې روغتیا رییس ډاکټر محب الله حبیب د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې کې وویل، تېر کال کې یو میلیون او ۶۰۰ زره ناروغان تداوي شوي، چې ۳ زره هغه یې بستري، ۳ زره او ۶۱۳ جراحي، ۷۴۶ عاجل نظامي او ملکي پېښې او دغه راز یوزرو ۳۳۳ د ترافیکې پېښو د ټپيانو درملنه شوې ده.

د عامې روغتیا رییس وايي، تېر کال د کوچنیانو د درملنې له‌پاره یو روغتیايي ټيم جوړ کړی دی او د ده سلاح، خوست‌وفرهنګ او تاله‌وبرفک ولسواليو له‌پاره یې روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.

دی وايي، د بغلان په مرکزي روغتونو کې د نویو زېږېدلو کوچنیانو له‌پاره څانګه هم جوړه کړې ده.

د بغلان ولایت د ښځو چارو رییسې خدیجې یقین د روغتیا له چارواکو غواړي چې صحي خدمات او په ځانګړې توګه د رواني ناروغيو درملنې په برخه کې خپل خدمات دې د دې ولایت لرو پرتو سیمو ته پراخه کړي.

سره له دې چې د رواني اختلالاتو او خفګان په ناروغیو د اخته کسانو په اړه کره شمېرې نشته خو په وروستيو کې د روغتیا نړیوال سازمان راپور په ډاګه کوي په هېواد کې له ۲ میلیونو زیات کسان له قسما قسم رواني ناروغيو زورېږي.

په دغه راپور کې فقر او بې‌وزلي، ناامني، جسمي کمزورتیا، جنسي تاوتریخوالی او د نشي توکو استعمال د رواني اختلالاتو او ژور خفګان له لاملونو ګڼل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام