د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د بشري حقونو د دوو کارکوونکو وژنه غندلې او دا یې د «انسان ضد» عمل بللی دی.
نوموړي نن سهار په یوه ټویټ کې لیکلي: «هغه کسان چې د سولې مخالف دي، اور بلول پیلوي او هیله لري چې په تېزۍ او نامحدود ډول سره پراخ شي.» نوموړي زیاته کړې: «موږ د تلپاتې، باعزته او داسې سولې لپاره د افغانانو ملاتړ کوو چې د ټولو حقونو ته پهکې درناوی وشي.»
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د تمویلوونکو د همغږۍ برخې مسووله فاطمه خلیل او د دغې ادارې یو موټرچلوونکی جاوېد پولاد پرون د کابل په دولسمه امنیتي حوزه کې د چسپکي ماین له کبله ووژل شول.
دغې پېښې پراخ کورني او بهرني غبرګونونه را وپارول.
ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یاده پېښه غندلې او هغه یې د بشرضد جنایت بللی دی.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ولسمشر د تاوتریخوالي وروستی دوام سولې ته د ژمنتیا روحیې پر خلاف بولي او د یادې پېښې د څېړلو لارښوونه یې کړې ده.
د ملي مصالحې شورا رییس عبدالله عبدالله هم یاد برید د بشرضد او ظالمانه بللی او له امنیتي ادارو یې غوښتي چې یاد تکراري بریدونو ته جدي پام وکړي او د ملکیانو د ژغورنې او د ترهګرۍ پر وړاندې خپله مبارزه ګړندۍ کړي.
په کابل کې د امریکا، اېټالیا، هالنډ، هند او ترکیې سفارتونو هم دغه برید غندلی دی.
په کابل کې د امریکا سفارت شاژدافیر راس وېلسن ویلي چې د بشري حقونو کمېسیون پر کارکوونکو برید د منلو نه دی.
د هالنډ سفیر ارنسټ نورمن هم د یاد برید د غندلو ترڅنګ ویلي چې دا ډول بریدونه د منلو نه دي او «یوازې د سولې دښمنان یې کولای شي.»
په کابل کې د اېټالیا سفارت هم دغه پېښه غندلې او او ویلي یې دي چې پر ملکیانو، روغتیايي او د بشري حقونو پر کارکوونکو بریدونه باید ودرول شي.
په کابل کې د ترکیې سفارت هم د یاد برید د غندنې ترڅنګ ویلي چې عاملان یې باید د عدالت مېز ته را کش شي.
په کابل کې د هند سفیر ویني کومار هم ویلي: «هدفي وژنې باید ودرول شي. عاملان او د هغوی بهرني ملاتړي باید د عدالت مېز ته را کش شي.»
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق هم یاده چاودنه غندلې او دا یې د هغو کسانو کار بللی چې هڅه کوي د سولې پروسه ناکامه کړي.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي هم د بشري حقونو پر کارکوونکو برید غندلی دی.
د اسیا د بشري حقونو د څار ټولنې مدیر پاتریشیا ګوسمن د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پر کارکوونکو برید ټکانورکوونکی او بېرحمانه بللی او زیاته کړې یې ده چې دا ډول جنایت هېڅ توجیه نه لري.
په افغانستان کې اروپايي اتحادیې هم د بشري حقونو کمېسیون پر کارکوونکو برید د بنسټیزو ډیموکراټیکو ارزښتونو پر وړاندې برید بللی دی.
د بښنې نړیوال سازمان، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما او په کابل کې د بریټانیا سفارت هم پرون د بشري حقونو کمېسیون پر کارکوونکو برید غندلی و.
تر اوسه هېڅ ډلې د دغې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.