د سوداګريو او صنایعو خونو چارواکي وايي، چې د دوی د څېړنو له مخې په کابل ښار کې له ۶۰۰ زیاتې کارخانې هره ورځ د برېښنا نه شتون له وجې څه باندې یو میلیون ډالر زیان کوي.
د سوداګريو او صنایعو مرستیال خان جان الکوزي سلام وطندار ته وویل، چې که داسې وضعیت ادامه پېدا کړي، نو دوی به هم مجبور شي، چې خپل کارګران له دندو ګوښه کړي.
د ویلو ده، چې شاوخوا درې اوونۍ وړاندې وسله والو طالبانو د بغلان ولایت په ډنډشهاب الدین سیمه کې د برېښنا پايې ونړولې، چې له امله يې کابل ته له ترکمنستان څخه د ۲۸۰ میګاواټه برېښنا قطع او کابل ښار په تورو تيارو کې پرېښودل شو.
افغان امنيتي ځواکونه وروسته له درېيو اونيو تازه په دې وتوانېدل، چې د طالبانو له لوري په بمونو الوځول شویو د برېښنا پايو ته ورسوي، خو تر اوسه هم په دې نه دي توانېدلي، چې شاوخوا سيمې يې له وسله والو پاکې کړي.
راپورونه وايي، تر اوسه هم د برېښنا شرکت کارکوونکو ته دا اجازه نه ده ورکړل شوې، چې د دغو نړېدلو پایو د بیا رغونې له پاره کار وکړي، ځکه دغې سيمې اوس هم د طالبانو له لوري په نښه کيږي.
د سوداګريو او صنایعو مرستیال خبرداری ورکوي، که چېرې په راتلونکو څو ورځو کې برېښنا دوباره کابل ته وصل نه شي، نو دغه فابریکې به خپلو زیاتو کارکوونکو ته ځواب او له دندو ګوښه کړي.
الکوزی په کارخانو کې د برق نه شتون مصیبت زيږونکی بولي او ټينګار کوي، چې حکومتي چارواکي يې باید د حل له پاره ژر تر ژره اقدام وکړي.
هغه همدارنګه زیاتوي، د برېښنا نه شتون به د هېواد توليدي فابریکو ته سخت زیانونه واړوي او دوی به و نه شي کړی، چې په خپل هېواد د وارد شویو توکو سره رقابت وکړي.
د ویلو ده، چې د ملي وحدت حکومت مشرانو له دې وړاندې په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې تل د هېواد داخلي صنایعو ته وده ورکول او کارمندنو ته د خپلو برنامو په سر کې ځای ورکړي وو، خو معلومه نه ده، چې پرته له برېښنا دوی به څنګه وکولی شي، چې داخلي توليداتو ته وده ورکړي.