د برېښنايي پېژندپاڼو وېش بهیر په رسمي توګه پیل شو

ولسمشر اشرف غني د برېښنايي پېژندپاڼو وېش بهیر د پیل مراسمو کې تر ټولو وړاندې برېښنايي پېژندپاڼه ترلاسه کړه او ویې ویل، پېژندپاڼې به د امنیتي وضعیت په ښه کېدو او په سمه توګه د اقتصادي پلانونو جوړولو او پلي کولو کې مرسته وکړي.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې ګڼ شمېر لوړپوړیو چارواکیو او سیاسي څېرو ګډون کړی و.

ولسمشر د برېښنايي پېژندپاڼو وېش لړۍ د نظام‌جوړونې په لور یو اساسي ګام وباله، زیاته یې کړه، دا پېژندپاڼې کولی شي د امنیت په ټینګښت، ګاونډ کې د خپل او پردي معلومولو، د پراختیايي پلانونو پلي کولو او د اقتصادي ودې ترڅنګ نورو ډېرو برخو کې مرسته وکړي.

دغه‌راز اشرف غني وویل، د برېښنايي پېژندپاڼو په وېش سره به افغانستان د لومړي ځل له‌پاره کره احصایې ته لاس رسی پیداکړي او ترهګر به نور ونه شي کولی له تقلبي پېژندپاڼو ګټه پورته کړي.

ښاغلي غني وویل، د دې ترڅنګ به د کاغذي پېژندپاڼو د وېش لړۍ هم دوام ولري او دا دواړه یې موازي پروسې وبللې چې وروسته به په برېښنایي بدلې شي.

هغه ټول هېوادوال د پېژندپاڼو اخیستو ته راوبلل.

ولسمشر شاوخوا یوکال مخکې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش فرمان صادر کړی و، خو د ځېنو کسانو مخالفتونو له کبله دغه لړۍ نن د ښاغلي غني له لوري د لومړنۍ پېژندپاڼې له اخیستو وروسته پیل شوه.

دغو پېژندپاڼو کې نوم، د پلار نوم او د زېږېدلو ځای په لایزر سره هکاکي کېږي او د پېژندپاڼې شاته یو چیپ هم لګېدلی چې د هغه په واسطه جواز سیر، د موټرچلولو لېس‌نس، روغتیايي معلوماتو، د پاسپورټ ترلاسه کولو او نورو دولتي خدمتونو ته لاس‌رسي اسانه کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام