د بریتانیا کتابتون د ترهګرۍ قانون د پښو لاندې کولو له کبله د طالبانو د اسنادو ارشیف کول یې بند کړل.
هغه اسناد، چې د دغه کتابتون له خوا منع شوي دي، راډیويي خپرونې، نقشې او طالبانو پورې اړوند خبرونه دي.
یو شمېر کارپوهانو بیا د انګلستان د کتابتون د دغې پريکړې سره مخالف دي او وايي، چې دغه اسناد د طالبانو وضعیت او په افغانستان کې د جګړې په اړه کره اطلاعاتي سرچینې دي.
د یاد کتابتون مسولین وايي، د دې له پاره، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې قانون تر پښو لاندې نه کړي، دغه کار یې کړی دی.
دغه مسولین همدا ډول وايي، په قانوني توګه ورته توصیه شوې ده، چې د طالبانو اړوند اسناد دي د خلکو په واک کې نه ورکوي.
څېړونکی او لیکوال الکس اسټرک هغه څوک دی، چې د طالبانو پورې اړوند اسنادو په ارشیف کولو کې ځانکړې ونډه لرله وايي، چې په دې اسناد کې د بمونو جوړولو عملي دستور او یا هغې ورته څه په کې نشته.
نوموړی وايي، دا هغه اسناد دي، چې ولسي خلک په اسانۍ سره کولی شی د طالبانو په اړه ترې اطلاعات ترلاسه کړي.
هغه زیاتوي، دا مهمه نه ده، چې دا د افغانستان پورې اړوند دي او که د کوم بل هېواد.
اسټریک زیاته کړه، چې هر څېړونکی په دې پوهیږي، د موضوع په تړاو د لومړنیو معلوماتو لوستل لازم دي او د دې ترهګریزې ډلې په اړه د معلوماتو لوستل اړین امر دی.
خو په ورته وخت کې د دوبلین پوهنتون استاد جیمز فیتز جرالد د دغې کتابتو کار د خندا وړ بولي.
نوموړی وايي، چې "په دغه هېواد کې د ترهګرۍ قانون څېړونکي د افراطي ډلو په مطالعه کې ګنکس کړي دي."
فیتز جرالد زیاته کړه، چې "موږ اوسمهال د دغه حرکت اغیزې احساسوو، ځکه چې د پوهنتون استادان د ترهګرۍ په اړه اسناد نه ټوله، نه غواړي د شک لاندې راشي"
په ۲۰۱۲ م ز کال کې د انګلستان د سلاکارانو بورډ پريکړه وکړه، چې باید د يوې پروژې له مخې دې ټول طالباني مواد په انګلیسي وژباړل شي او دغه کتابتون کې ارشیف شي.