د بروکسل په هوايي ډګر کې چاودنو ۲۳ تنه ووژل

د بروکسل د " زاویتنیم" په هوايي ډګر او د مټرو په تم‌ځای کې چاودنو ۲۳ تنه ووژل او ۳۵ تنه نور یې ټپیان کړل.

دغه چاودنې د بروکسل په وخت نن (سه شنبه) ګهیځ اته بجې شوي دي.

د ډاون خبري اژانس په حواله د " زاویتنیم" هوايي ډګر کې له لومړنۍ چاودنې وروسته د دویمې چاودنې غږ هم اورېدل شوی دی.

د راپورونو له مخې دویمه چاودنه د " مایل بیک" په مترو کې رامنځته شوې ده؛ دغه مترو د اروپايي اتحادیې ودانۍ ته څېرمه موقعیت لري.

د چاودنې سیمه د بلژیک پولیسو له لوري کلابنده شوې ده.

د راپورونو پر بنسټ د چاودنې له سیمې د ډزو غږونه هم اورېدل کېدل او ورسره سم له هماغه ځایه په عربي ژبه په لوړ غږ سره خبرې کېدې.

د ویلو ده، چې تر اوسه د چاودنې اصلي عامل  نه دی معلوم شوی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام