د بدخشان کوهستان ولسوالۍ طالبانو کلابنده کړې

د بدخشان کوهستان ولسوالۍ امنیتي مسوولان وايي، دغه ولسوالۍ د طالبانو له‌خوا کلابنده شوې او یوازې د ولسوالۍ مرکز د حکومت په واک کې دی.

د کوهستان امنیې قوماندان قربان محمد سلام‌وطندار ته وویل، بېګا د شپې له یوې بجې راهیسې طالبانو د دې ولسوالۍ د نیولو له‌پاره له څلورو خواوو بریدونه پيل کړي دي.

د امنیې قوماندان وايي، که ژرترژره مرستندویه ځواکونه راونه رسېږي؛ ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورځي.

په دې اړه د بدخشان ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سید جهان‌ګیر کرامت وايي، مرستندویه ځواکونه لېږل شوي دي او ډېر ژر به طالبان مات کړي.

بل‌خوا ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند بولي رسنیو ته ویلي، د کوهستان ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ یې نیولې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام