د بدخشان محلي اداره کې یوه ښځه هم په لوړ پوسټ نه‌ده مقرره

د بدخشان د بشري حقونو کمېسیون ولایتي دفتر او د ښځو چارو ریاست په محلي حکومت کې د ښځو له کمښته اندېښمن دي.

د بدخشان د بشري حقونو کمېسیون ولایتي دفتر مسووله عارفې نوید سلام وطندار ته وویل چې د دې ولایت په محلي اداره کې د ښځو د ګډون په اړه د دولتي او غیردولتي ادارو پلټنې ښيي چې د ښځو په موجودیت کې د پام وړ کموالی راغلی دی. د اغلې عارفې په وینا، په‌دې اړه د حکومت بې‌پامي او د دې وضعیت تداوم اندېښمنوونکی دی.

د دې ولایت د ښځو چارو ریاست مسوولان هم وايي، له‌دې ریاست پرته په هېڅ بله حکومتي اداره کې ښځینه کارکوونکې نه‌شته.

د بدخشان د ښځو چارو سرپرسته رییس نسرین روفي وايي، په حکومت د ښځو د ۳۰ سلنې د حضور په اړه د حکومت ژمنه نه‌ده عملي شوې.

د بدخشان د ولایتي شورا غړې فرحناز پامیري هم وایي، د ښځو د ګډون په اړه د دوی هېڅې بې‌پایلې وې او محلي حکومت د ښځو د ډېرې والي په اړه خپلې ژمنې نه‌دي علمي کړي.

په‌دې ولایت کې د ښځو د حقونو ملاتړې وايي،په‌ بدخشان کې د کار له‌پاره ډېرې باسوادې او وړ ښځې شته؛ خو د نا امنیو او د ښځو د فعالیت میدان افراطي کېدا له امله یې له بل هر وخت د دوی د پرمختګ مخه ډب کړې‌ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام