د بامیان ولایت د ورس ولسوالي ځینې اوسېدونکي د دې ولسوالي ۲۵ بستریز روغتون د نیمکاره پاتې کېدو له امله پر چارواکیو نیوکه کوي او وایي، د دغه روغتون د کار له پیله لس کاله تېرېږي، خو تراوسه نهدی بشپړ شوی.
دوی وایي، د قزاقستان سفارت لس کاله مخکې د یاد روغتون بودیجه ورکړې او په پام کې و چې د روغتون جوړېدو کار په ۱۸ میاشتو کې بشپړ شي، خو اوس چې لس کاله تېرېږي، لا هم نهدی جوړ شوی.
د ورس یو اوسېدونکی امین دانشیار او د ولایتي شورا غړی محمد امیر وايي، که څه هم لس کاله مخکې د دغه روغتون د جوړېدو ډبره ايښودل شوې او د قزاقستان له لوري ۵۰۰ زره ډالر هم ورته ځانګړي شوي، خو تراوسه نهدی جوړ شوی چې دې کار د ورس ولسوالي اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.
د ورس ولسوالي اوسېدونکي وایي، د ولسوالی زوړ روغتون په خټینه او ورسته ودانۍ کې دی چې لمر نه ورلوېږي او د ناروغانو د درملنې لپاره هم مناسب نهدی.
د بامیان ولایت د عامې روغتیا رییس سیداقاعلي ایوب ناصري د ورس ولسوالي ۲۵ بستریز روغتون د کار ځنډ لامل د اتفاق میرزاد په نوم تړونوال شرکت دیوالي کېدل په ګوته کوي او وايي، یاده موضوع یې له والي او د حکومت له مرکزي ادارې سره شریکه کړې ده.
د بامیان والي محمدطاهر زهیر هم له سلاموطندار سره په اړیکه کې د ورس ولسوالي د ۲۵ بستریز روغتون د کار نیمګړي پاتې کېدل د تېر حکومت او د هغه وخت د والیانو د فساد شوم میراث ګڼي. د نوموړي یاده موضوع یې د قزاقستان له سفیر سره شریکه کړې او له قراردادي سره به هم قانوني چلن وشي.
د بامیان ولایت د چارواکیو په وینا، د ورس روغتون د جوړېدو چارې د ملي تدارکاتو ادارې اعلان ته ورکړي او ډېر ژر به یو سیمهییز شرکت ته وسپارل شي.
ورس د بامیان ولایت ګڼمېشته، بېوزله او د ستونزمنو لارو لرونکې ولسوالي ده چې اوسېدونکي یې د چارواکیو د ټنبلۍ له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.