«د بامیانو والي دې له دندې لېرې او محاکمه شي»

د بامیانو د پښتنو او تاجیکانو عدالت غوښتنې جنبش غړیو په کابل کې خپلې درویشتمې اعتراضيه غونډه کې، د بامیانو والي طاهر زهیر په قومي پاکسازۍ، انسان تښتونې او د لرغونو اثارو په قاچاق تورن کړ.

د بامیانو د پښتنو او تاجیکانو عدالت غوښتنې جنبش غړی محی الدین فرهمند وايي، طاهر زهیر د قومي او حزبي تعصب له امله د بېلابېلو وزارتونو او ادارو له ۲۰۰ زیات اجرایي مکتوبونه چې بامیانو ته استول شوي؛ ځواب نه دی ورکړی.

ښاغلی فرهمند د بامیانو د والي دندې ځنډولو او قانوني تعقیب غوښتنه کوي.

بل معترض ملا حضرت ګل اخوند، د بامیانو والي د خپلې لور په تښتولو تورنوي او وايي، اسناد لري چې د بامیانو والي طاهر زهیر له دې قضیې نه د تېرېدو په خاطر نوموړي ته د ۱۰۰ زرو ډالرو ورکړې وړاندیز هم کړی دی.

خو د بامیانو والي طاهر زهیر د ځان پر وړاندې دغه تورونه بې‌بنسټه بولي او وايي که دغه ډول دروغ ځېنې خلک خوشاله کوي اجازه ورکړئ چې ویې وایي.

بل‌خوا په داسې حال کې چې د اعتراض کوونکیو په وینا، د بامیانو والي د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون له لوري د یوې ۱۳ کلنې نجلې په تښتولو کې د لاس درلودو په تور څارنوالۍ ته معرفي شوی، خو د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي، په دې اړه هغوی ته رسمي مکتوب نه دی رسېدلی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام