انورادا ورما (ایشوریا رای) هغه وکیله وي، چې هیڅ یوه قضیه یې نه وي بایللې، دده ملګری یوهان (عرفان خان) د پولیسو مامور وي، په دې ورځو کې پرې یوه دوسیه وي او که رشوت ورنه کړي دوسیه یې نه حل کیږي.
انورادا د شنایا په نوم یوه وړه لور لري، دا مور او لور یوازې اوسیږي، یوه ورځ چې شنایا ښوونځي ته لاړه شي، بیا رانه شي او په دې وخت کې ایشوریا ته هم خبر راشي چې لور یې اختطاف شوې ده، د مقابل لوري شرط دا وي چې انورادا باید د ( میاز شیخ) په نوم د یوه مجرم قضیه پر مخ بوځي. میاز شیخ پر یوې نجلۍ د جنسي تیري او وژنې په جرم تورن وي.
انورادا بله هیڅ لاره نه لري، قضیه چې پر مخ وړي نو د قربانې شوې نجلۍ مور ورسره مخ شي، خو انورادا ځان هم یوه مور وګڼي او د خپلې لور لپاره قضیه پر مخ بوځي، بلاخره میاز شیخ له زندانه خوشي شي او په همدې ورځ بهر ووژل شي.
په اخر کې معلومه شي چې د انورادا لور د قرباني شوې نجلۍ مور اختطاف کړې وه، او دا کار یې ددی لپاره کړی و چې غوښتل یې د خپلې لور قاتل ته په خپل لاس تر ټولو سخته سزا ورکړي.
مهم ټکي :
کیسه داسې لیکل شوې چې د یوې مور حالت پکې له بیلابیلو اړخونو ښودل شوی دی، مثلاً انورادا ورما (ایشوریا رای) یوه مور ده، تر څنګ يې یوه وکیله هم ده، ددې مسلک ترڅنګ دا هم ښځه ده، قرباني شوې نجلۍ هم ښځه ده او د هغې نجلۍ مور هم ښځه ده.
دلته انورادا ته دا پوښتنه ودریږي، چې دا لومړی کوم مسولیت پوره کړي؟ ځان په کوم کردار کې راجوړ کړي. که مور شي له وکالت سره به څه کوي، ځکه کس هم مجرم دی او یوې مظلومې نجلۍ ته د انصاف ورکولو انګیزه هم پکې شته.
په فلم کې ډيرې پېښې شوي دی، خو تر ټولو مهمه یې د فلمۍ وروستۍ صحنه ده، ایشوریا د قربانې شوې نجلۍ مور کره لاړه شي، هغه ورته ووایي چې لور یې هغې اختطاف کړې وه، انورادا (ایشواریا) ته دا خبره عجیبه وي، ورته وایي ته زما لور تښتولې وه، د یوې مور په زړه به څه تیریدل؟ هغه ورته وایي چې تا زما د قاتل د خپلې لور لپاره پرېښوده، د یوې مور په زړه به څه تیریدل؟
پولیس راشي، د قرباني شوې نجلۍ مور ونیسي، خو د تلو په وخت کې ورته ایشوریا ووایي، چې ددې ښځې قضیه به زه پر مخ وړم، یعنې بیرته له هغې ښځې د قانون په مقابل کې دفاع هم کوي، چې دا کار یې د یوې مور، د یوې میرمنې، د یوه انسان او د یوې وکیلې ټول مسولیتونه په ډير ښه ډول ادا کوي.
لوبغاړي :
د فلم اصلي لوبغاړي ایوریا رای او عرفان خان ښودل شوي دي، خو کیسې ته په کتو جوتیږی چې د فلم اصلي او مرکزي کرکټر یوازې ایشوریا او د قرباني شوې نجلۍ مور ( شبانه اعظمي) دي، ځکه عرفان خان د ایشوریا د پوهنتون ملګری وي چې یوازې په دې قضیه کې ورسره مرسته کوي او په کیسه کې خپله ونډه ډيره نه ده.
ددوی تر څنګ جیکي شروف هم په فلم کې د منفي لوبغاړي په حیث کار کړی دی، خو د فلم ټوله کیسه د شینایا په اختطاف څرخیږي او په وروستیو کې معلومه شي چې دا کار جیکي شروف نه بلکې؛ شبانه اعظمي کړی دی.
رول لوبول :
د ایشوریا رای عمر نږدې ۴۲ کاله دی او په فلم کې د یوې داسې مور رول ورکړل شوی دی چې یوه نږدې لس کلنه لور لري او له خاونده جلا اوسیږي او دا رول یې په ډير زبردست انداز لوبولی دی، لکه څنګه چې د فلم نوم جذبه دی نو په فلم کې هم لیدل کیږي چې یوازې د ایشوریا رای جذبې فلم او کیسې ته ژوند ورکړی دی.
تر دې مخکې فلم یې له هریتیک روشن سره د (ګذارش) په نوم راغلی و، چې په بالیووډ کې یې ښه نوم ترلاسه کړی و، په هغه فلم کې هم کیسه ټوله پر هریتیک روشن څرخیږي او تر ګذارش مخکې بیا په ۲۰۱۰ ز کال کې له اکشی کمار سره (اکشن ریپلی) فلم و، چې دا فلم هم تر ډيره تخییلي وو او د پام وړ ځای یې ترلاسه نه کړی شو.
دې درې واړو فلمونو ته په کتو سره ویلي شو، چې د فلم د نجلۍ (هیرونې) په حیث ایشوریا رای نوره له صحنې وتونکې ته او که خپل عمر ته په کتو د مور رول ولوبوي، فلمونه به یې کتونکي ولري، ګني د روبوټ او اکشن ريپلی په شان به له ماتې سره مخ وي.
رسنۍ :
د جذبې په اړه بېلابیلو رسنیو نظریات او تبصرې خپرې کړي دي، که دا ټول نظریات ولوستل شي نو یوه خبره ترې جوتیږي چې جذبه د ایشوریا جذبه ده او زه خو فکر کوم امتیاز یې باید هغه کس ته ورکړل شي چې په فلم کې ددې رول لپاره یې د ایشوریا په څير مجربه او سنجیده لوبغاړې ټاکلې ده.
ټایمز اف انډيا جذبه فلم ته له ۵ – ۳،۵ نمرې ورکوي، وایي چې جذبه قوي فلم دی، ایشوریا په لومړیو کې ډيره څرګنده نه وي، خو وروسته بیا خپل دواړه رولونه ( مور او وکیله) ډير ښه ترسره کوي.
تقلید:
د ځينو فلمی نقادانو پر وینا جذبه هندي فلم د (Seven days) کوریايي فلم تقلید دی او یوازې محاورې پکې لږې بدلې شوي دي.
SEVEN DAYS کوریايي فلم دی، په دې فلم کې (یونجین کیم) داسې وکیله وي چې قضیه نه بایلي، بله ورځ یې د لور د ځغاستې منډه وي، لور یې تری تم شي او بیا ورته زنګ راشي چې لور یې هغوی سره ده او کیم باید ورته یوه قضیه پر مخ بوځي.
که زما لوستونکو جذبه فلم لیدلی وي یا یې ګوري نو ټکي په ټکي همدې صحنې سره به مخ شي، یعنې په دې کې شک نشته چې جذبه د کوریايي فلم تقیلد دی.
جالب ټکي :
- په ټول فلم کې عرفان خان او ایشوریا رای یوازې په تورو کالو کې ښودل شوي دي.
- ایشوریا تر پنځه کاله ځنډ وروسته بیا د سینما په پرده راغله او دا دمه یې د خپل ماشوم د زیږولو لپاره اخیستې وه.
- دا لومړی فلم دی چې عرفان خان او ایشوریا پکې ګډ کار کوي.
- د عرفان خان پر ځای جوهن ابراهم ټاکل شوی، خو بیا ځای دې ته پاتې شو.
- د جیکي شروف ځای لومړی د اونوپم کهیر و.
- د جیکي شروف پر ځای انیل کپور هم ټاکل شوی خو، هغه ځکه رد کړی چې رول کوچنی و.
- فلم ټول په ۵۱ ورځو کې شوټ شوی دی.
معلومات
د فلم نوم : جذبه Jazbaa
لوبغاړي: اشوریا رای ، عرفان خان، شبنم اعظمي، جیکي شروف …
لارښوود: سجنی ګپتا
لیکوال: روبین بټ
ریلیز: ۹ اکتوبر ۲۰۱۵
ژبه : هندي
موده : ۱۲۳ دقیقې
لګښت: ۴،۵ میلیونه ډالر
کاروبار : ۵،۵ میلیونه ډالر