د تاوتریخوالي د یوې اوونۍ کموالی طالبانو سره د امریکا د هوکړې د لاسلیک له وړاندې شرطه و. دا دوره چې د حوت په درېيمه د جمعې د شپې په دولسو بجو پيل شوه، د نن شپې تر دولسو بجو پورې دوام کوي. که چېرې دغه طرحه نقض نهشي، وړاندې ویل شوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه به د حوت په لسمه لاسلیک شي؛ خو د تاوتريخوالي د کښمت موده کې امنیتي پېښې هم شوې دي.
د اورکم اوونۍ له پيله تر اوسه پورې ۱۴ امنيتي ځواکونه او ملکيان وژل شوي او ۴۴ نور ټپيان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له اورکم وړاندې په ورځنۍ کچه ان تر ۴۰۰ کسانو ته د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کېدل.
د اورکم اوونۍ په لومړۍ او دویمه ورځ بلخ، هلمند، روزگان، کاپیسا، پکتیا او کندهار ولایتونو کې ۶ امنیتي پېښې وشوې چې ۵ افغان سرتېري په کې ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول.
د کورنیو چارو وزارت د تاوتریخوالي کمولو په درېیمه ورځ بیا یوازې بلخ، سمنګان او هلمند ولايتونو کې ۳ امنیتي پېښې تایید کړې.
د ياد وزارت مسوولانو وویل چې بلخ کې پر ولسي پاڅونوالو د طالبانو برید کې ۳ ولسي پاڅونوال وژل شوي او ۵ ټپیان دي، سمنګانو کې طالبانو د دره صوف بالا ولسوال دوو امنیتي پولیسو سره بیولی او هلمند کې بیا د طالبانو د سړک غاړې ماین چاودنه کې ۳ مېرمنې ټپیانې شوې دي.
خو په دغه ورځ د کندهار او غزني ځايي مسوولانو وویل، دغو ولایتونو کې هم د ناامنیو راپورونه ورکړل شوي دي.
همداراز د اورکم اوونۍ په څلورمه ورځ غزني، زابل او فراه کې طالبانو بریدونه کړي چې ۲ پولیس په کې وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحيمي وویل، د تاوتريخوالي کمولو په پنځمه لوگر، لغمان، زابل، غزني او کندهار ولایتونو کې بریدونه شوي چې د یوه ماشوم په ګډون په کې ۴ کسان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
په همدې ورځ پلازمېنې کابل کې د موټرسایکل بم چاودنه وشوه چې ۹ کسان په کې ټپیان شول.
په دې تړاو:
د اورکم څلورمه ورځ؛ زابل کې طالبانو د ملي اردو ۴ سرتېري ټپيان کړي
د تاوتریخوالي کمولو لومړۍ ورځ کې څه تېر شول؟
خو د طالبان ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، دا چاودنه دوی پورې اړه نه لري.
د کورنيو چارو وزارت د ویاند مرستيالې مروې اميني سلام وطندار ته وويل، د تاوتریخوالي د کموالي یا نسبي اوربند اوونۍ په شپږو ورځو کې په بلخ، فراه، زابل، غزني لغمان، لوګر او کندهار کې د يو ماشوم په ګډون ۱۴ امنيتي سرتېري وژل شوي او د درې مېرمنو په ګډون ۳۴ امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي.
د مروې اميني په وينا د اوربند په شپږمه ورځ کومه پېښه نه ده شوې.
د تاوتریخوالي کمولو اوونۍ کې د پکتیا، خوست، ننګرهار، کندهار، کابل او ګڼو نورو ولایتونو په ګډون عامو افغانانو او مدني فعالانو بېلا بېلو غونډو او لاریونونو کې د اوربند غوښتنه هم وکړه.
عام خلک د تاوتریخوالي کمولو اوونۍ ته خوښ دي او هیله څرګندوي چې د اورکم واونۍ د تلپاتې اوربند او هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو لامل شي.
د تاوتریخوالي کمولو اوونۍ یا اورکم نن وروستۍ ورځ ده چې ماښام به پای ته ورسېږي.
امريکا او طالبانو تېر يوه کال راهیسې قطر کې د سولې خبرې پیل کړي چې څو ځلې خنډ سره هم مخ شوې، خو دواړو لوريو دې وروستیو کې د هوکړې لاسليک لپاره د تاوتریخوالي په کمولو هوکړه وکړه.
د تاوتریخوالي د کمولو اوونۍ له پیل وړاندې امریکا او طالبانو بېلا بېلو اعلامیو کې ویلي وو چې د اورکم له اوونۍ وروسته به د دواړو خواوو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي چې پر بنسټ به یې د بهرنیو ځواکونو د وتو مهالوېش او بینالافغاني خبرو ته لاره هواره شي.
د تاوتريخوالي د اوونۍ د کمښت په پيل کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د رسنيو له لارې د اورکم اوونۍ په پيل کې ولس ته وينا کې وويل چې د سولې له هر فرصته ګټه اخلي، ترڅو بينالافغاني خبرو ته لاره هواره شي.
ولسمشر غني امنيتي او دفاعي ځواکونو ته امر وکړ چې دفاعي حالات کې و اوسي.
طالبانو هم د تاوتريخوالي د کمښت په اړه اعلاميه کې ومنله چې د يوې اوونۍ لپاره تاوتريخوالی کموي.
د تاوتریخوالي کمولو اوونۍ ته غبرګونونه هم مثبت وو.
د ناټو سرمنشي، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي او ګڼو افغان چارواکيو افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو اوونۍ له عملي کېدو هرکلی کړی دی.
په دې تړاو: