د اوبو او انرژۍ وزارت مالي او ادري مرستیال الماس باور زاخېلوال نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د اوبو د مدیریت، د بندونو رغول او د کانالونو د ۱۲۶ پروژو د طرحو او سروې کارونه بشپړ شوي.
د ښاغلي زاخېلوال په وینا، د نورو لویو پروژې لکه په نیمروز کې د کمالخان بند، په هرات کې د پاشدان بند، په پکتیا کېد مچلغو بند، په کابل کې د شاه و عروس بند او په فاریاب کې د اندراب بند جوړېدلو کارونه به هم په راتلونکیو درېیوو کالونو کې بشپړ شي.