د اوبو او انرژۍ وزیر علي‌احمد عثماني له دندې ګوښه شو

ولسمشرۍ ماڼۍ په یو پیغام کې لیکلي چې ښاغلي غني د یو حکم پر بنسټ د اوبو او نرژۍ وزیر علي‌احمد عثماني له دندې ګوښه کړ.

په‌دې حکم کې راغلي چې د ښاغلي عثماني پرځای د دې وزارت د انرژي معین د سرپرست په توګه تعیین شوی‌دی.

د ولسمشر او د اوبو او انرژۍ وزیر ترمنځ کشمکشونه هغه وخت رسنیز شول چې ښاغلی عثماني د ټاپي پروژې پرانېستې ته ونه بلل شو.

ښاغلی عثماني په‌‌دې دوران کې د ولسي جرګې له استیضاح په‌داسې حال کې تېر شو چې د جرګې ځېنو غړیو دا استیضاح غیر قانوني وبلله؛ خو د ولسي جرګې د دارالانشا رییس عرفان‌الله عرفان د اوبو او انرژۍ د وزیر استیضاح د پروژو په تطبیق کې کم‌کاري او د هرات د پاشدان بند، د فاریاب المار او د پکتیا د چلغو بند په کارونو کې ناغېړي وګڼله.  

څو اوونۍ مخکې هم د هوايي ډګر امنیتي ځواکونو ښاغلي عثماني ته له کابله هرات ته د دوو مهمو پروژو پرانېستې ته د تګ اجازه نه وه ورکړې. له‌دې ممانعت وروسته سلام وطندار ته یوې باوري سرچینې وویل چې ښاغلی عثماني د ولسمشرمحمداشرف غني په دستور له سفره ګرځول شوی‌دی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام