د انګلستان او اسټرالیا ترمنځ د تاریخي (ایشیز) کرکټ لړۍ پیل شوه

د دفاعي اتلې اسټرالیا او کوربه انګلستانۍ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د تاریخي (ایشیز) ټیسټ لوبو۶۹ مه لړۍ نن پیل شوه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د پنځه ټیسټ لوبو لومړۍ لوبه نن په کاردیف لوبغالي کې پیل شوه، چې په کې انګلستان د پچې ګټلو وروسته لومړۍ لوبه کول غوره کړل.

د ایشیز تاریخي ټیسټ لوبې له ۱۸۸۲ کال راهیسې د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي، چې اوسمهال ددې سیالیو د اتلولۍ جام میلمه اسټرالوۍ لوبډلې سره دي.

د ایشیزسیالیو په پیل کړې انګلستانۍ لوبډله په اسټرالوۍ لوبډلې برلاسې وه، چې له  ۱۸۸۲ ز کال څخه یې تر ۱۸۹۰  ز کال پورې په پرله پسې توګه د ۸ ایشیزټیسټ سیریزونو داتلولۍ جامونه وګټل.

په دې سیالیو کې د زیاترو ۳۲ اتلولۍ ریکارډ له اوسنۍ دفاعي اتلې اسټرالوۍ لوبډلې سره دې چې په کې  تراوسه اسټرالوي (شین وارن) په ۱۹۵ ویکټو ترټولو مخکښ بالر او د همدې لوبډلې نه هیریدونکې بیټسمین (سرډان بریډمین) په 5 زره او ۲۸ منډو مخکښه بیټسمین دی.

د دې سیالیو په ترڅ کې به له ۱ څخه نیولې تر ۶ ټیسټ لوبې ترسره کیدې، خو د څه باندې یوې لسیزې راپدیخوا ددواړو لوبډلو ترمنځ ددې سیالیو په ترڅ کې ۵ ټیسټ لوبې ترسره کیږي.

د روانو ایشیزټیسټ لوبو لړۍ نن د جولای په ۸ مه نیټه پیل او د اګست په ۲۴ مه نیټه به پاې ته ورسیږي.

د روان ۲۰۱۵ کال په ایشیزټیسټ سیالیو کی داسټرالوۍ لوبډلې کپتاني مایکل کلارک او دانګلستانۍ کرکټ ملي لوبډلې کپتاني ایلسټرکوک په غاړه لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام