د اندونیزیا ولسمشر: افغان حکومت سره د سولې په برخه کې مرسته کوو

د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو کابل ته د سفر پرمهال له ولسمشر غني او یوشمېر نورو لوړ پوړیو دولتي چارواکیو سره د لیدنې پرمهال ژمنه وکړه، چې د سولې او دغه راز نورو برخو کې به له افغانستان سره همکاري کوي. 

له تېرو ۶ لسیزو را په دې خوا دا دویم ځل دی چې د اندونیزیا ولسمشر کابل ته په سفر راځي.

په کابل کې ګډې خبري غونډې ته د اندونیزیا ولسمشر وویل، هېواد به یې له افغانستان سره له سولې سربېره په اقتصادي، تحصیلي او یو شمېر نورو برخو کې مرستې وکړي.

دغه راز ولسمشر محمد اشرف غني په اسلامي نړۍ کې د اندونیزیا رول وستایه زیاته یې کړه دغه هېواد په سوله، اقتصاد او نورو برخو کې خورا زیات اغېز لري. غني دا هم وویل چې اندونیزیا او افغانستان اوږدې او تاریخي اړیکې لري.

اشرف غني په ټینګار وویل، افغانستان او اندونیزیا به د نویو اړیکو بنسټ جوړوي او د اندونیزیا بریالۍ تجربې د سولې، دیموکراسۍ او اقتصاد په برخه کې عملي کوي.

ویل شوي، ولسمشرغني به هم د روان کال په اپریل میاشت کې اندونیزیا ته سفر وکړي.

دغه راز ده وویل، دا د دې ښکارندویي کوي چې اندونیزیا له افغانستان سره دوامداره اړیکې غواړي او هراړخیزه مرستې به یې دوام ومومي.

اندونیزیا څه باندې ۲۶۰ میلیونه نفوس لري چې ۸۶ سلنه یې مسلمانان جوړوي؛ د سولې او اقتصادي ودې په برخه کې ښې تجربې لري. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام