د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جنرال هربرټ ریمونډ مکماسټر کابل ته راځي.
د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو ځواکونو له سرمنشي ینز سټولټنبرګ سره په سپینې ماڼۍ کې د خبرو پرمهال وویل، مکماسټر افغانستان ته لېږي، چې د افغانستان او ناټو متحدینو سره په دې بحث وکړي، څه ډول ګډ پرمختګ کولی شي.
په دې لیدنه کې ټرمپ له ناټو سره په ګډ کار او له نویو بحرانونو د وتلو په حل لارو ټینګار کړی دی.
د ناټو سرمنشي وايي، ناټو اوسمهال ترټولو ستر عملیات په افغانستان کې پیل کړي دي.
دا لومړی ځل و، چې د امریکې ولسمشر د ناټو له سرمنشي سره ولیدل.