د امریکا دفاع وزیر جنرال جیمز ماتیس نن کابل ته راغی او د ناټو عمومي قوماندان جنرال نیکلسون سره یې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې ۲۰۱۷ میلادي به د افغان ځواکونو لهپاره تر ټولو سخت کال وي.
نوموړي زیاته کړه، سره لهدې چې سږکال به تر ټولو سخت کال وي، خو امریکا به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
نوموړي دا هم وویل، چې دوی غواړي افغان حکومت خپل د جنګ نوې ستراتيژي اعلان کړي.
له بل لوري په افغانستان د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نیکلسون وویل، چې دوی به هیڅکله هم اجازه ور نه کړي، چې وسلهوال طالبان دې د روسيې هېواد لهخوا مشروعیت ترلاسه کړي.
د هغه پر خبره، زیات افغانان د وسلهوالو طالبانو پر ضد دي او نه غواړي، چې دوی یو وار بیا حاکمیت ترلاسه کړي.
همدارنګه نوموړي دا هم وویل، چې د افغانستان ننګرهار ولایت پر اچین ولسوالۍ د بمونو د مور استعمال وسلهوالو مخالفینو، تروریستانو او داعشیانو ته یو واضح پېغام دی، چې افغانستان د دوی د اوسېدو ځای نهدی.