د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک؛ خلک څه وايي؟

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ملابرادر نن شنبه په دوحه کې د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

افغانان د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه‌لیک د لاسلیک په اړه بېلابېل نظریات لري. یوشمېر یې ورته خوشبین، خو یوشمېر نور یې په اړه شکونه او وېره لري.

د جوزجان یو اوسېدونکی وايي: «د سولې دغه هوکړه‌لیک به تر ډېره هیله‌بښونکی وي. موږ ځوانان د سولې د راتلو هرکلی کوو.»

خلک وايي، له جګړې ستړي دي او غواړي چې سوله‌ییز ژوند وکړي. دوی هیله لري چې د دغه هوکړه‌لیک له لاسلیک وروسته به په هېواد کې جګړه پای ته ورسېږي.

خو يو شمېر هېوادوال بيا وايي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه کې يو شمېر شکونه موجود دي. دوی وايي، تر اوسه پورې د سولې د هوکړې متن ورسره نه دی شريک شوی چې همدې بحث د دوی اندېښنې راپورته کړې دي.

د غزني اوسېدونکی فیصل وايي:« د سولې د هوکړې په لاسليک کې په ټوله کې يو شمېر شکونه موجود دي چې موږ يې په اړه اندېښنه لرو چې د دې هوکړې په متن کې څه راغلي دي.»

د ياد ولايت اوسېدونکي همداراز وايي، افغانستان له طالبانو پرته يو شمېر نورې ترهګرې ډلې هم فعاليت کوي چې د يادو ډلو په حضور سره به د هېوادوالو برخليک څه ډول کېږي.

د کندهار ولايت د پنجوايي اوسېدونکې تورپېکۍ په دې اړه وايي:« موږ غواړو چې جګړه پای ته ورسېږي. موږ سوله غواړو، الله دې وکړي چې سوله راشي.»

د افغانستاتن د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په ارګ کې د ناټو، امریکا او افغان حکومت ترمنځ د یوې ګډې اعلامیې د صادرلو په مراسمو کې وويل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې له متن نه خبر دي او ټولو اړخونو سره موافق نه دی.

نوموړي خبريالانو سره خبرو کې وويل، هغه موارد چې دوی ورسره موافق نه دي له ډلې يې يو  د « اسلامي امارت» اصطلاح ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام