د الکترونيکي سیسټم په جوړېدو سره به د بندرونو عوايد ۹ برابره زیات شي

د ترانسپورټ وزیر محمد الله بتاش د ایران او افغانستان ترمنځ د راکړې ورکړې او د بندرونو د څېړلو له پاره د افغانستان لويديځ ولایت هرات ته سفر کړی دی.

نوموړی وايي، په پام کې لري چې د افغانستان بندرونو د عوايدو راټولو له پاره الکټرونيک سیسټم جوړ کړي او په دغه کار سره به د افغانستان د بندرونو عوايد تر ۹ چندو زیات شي.

محمدالله بتاش په هرات کې یوې خبرې غونډې ته وویل، چې د افغانستان په بندرونو کې د اشخاصو تغير او تبدیل د فساد مخه نه شي نيولی او باید د دغه کار له پاره یو قوي الکټرونيکي سیسټم رامنځ ته شي.

هغه وايي، چې مډرن الکټرونيکي سیسټم نه يواځې دا، چې د دولت عواید زياتولی شي، بلکې په دغو بندرونو کې د حاکم  فساد مخنيوی هم کوي.

ده همدارنګه زياته کړه، چې د وسایطو کلني کارتونو الکترونیکي کول هم د ټرانسپورټ وزارت له لوري تر څيړنو لاندې دي.

د افغانستان د ټرانسپورټ وزیر خبرداری ورکوي، چې که چېرې د دغه وزارت هر کارکوونکی په فساد کې ګېر شو، نو سخت قانوني چلند به ورسره کيږي.

دا په داسې حال کې ده، چې هراتي سوداګر هم د افغانستان په بندرونو کې د فساد له شتون څخه شکایت کوي او د الکټرونيکي سیسټم څخه هرکلی کوي.

دوی وايي، که چېر سیسټم الکټرونيکي شي، نو دا به د افغانستان په بندرونو کې د فساد د مخنيوي په برخه کې یو لوی مثبت ګام وي.

د ټرانسپورټ وزیر په افغانستان کې د ملي بس سیسټم په هکله وویل، چې دغه سیسټم ته به د افغانستان په هرګوټ کې پراختيا ورکړي.

هغه زیاته کړه، چې په دغه برخه کې يې له هندوستان سره يو هوکړه لیک لاسلیک کړی، چې له مخې به يې ډېر ژر نوي ملي بسونه افغانستان ته وارد شي.

د ټرانسپورټ وزیر زیاته کړې، هرات او کابل د افغانستان یو له مهمو ولايتونو ګڼل ګيږي، چې ډېر ژر به په دغو ولایتونو کې د ټرانسپورټ سیسټم الکټرونيک شي.

د هرات هوايي ډګر پر پراختیا به ۲۹ میليونه یورو ولګول شي

د افغانستان د ټرانسپورټ وزیر وايي، چې د هرات ولایت پرهوايي ډګر به ۲۹ میلیونه يورو ولګول شي او دغه پېسې به د ايټالیا هېواد له لوري ورکول کيږي.

د هرات ولایت د هوايي ډګر له پاره نوی ترمينال، د ساتنې برج، رمپ ( متحرک پلی لار) او نورې برخې جوړيږي.

بتاش وویل، د ټرانسپورټ وزارت هڅه کوي چې د هرات ولایت هوايي ډګر په نړېوالو معیارونو برابر جوړ کړي، څو له همدغه هوايي ډګر څخه د بهرني الوتکې پروازونه وکړي.

په همدې حال کې د هرات نړېوال هوايي ډګر امر سخي داد رسولي سلام وطندار ته وویل، چې د هرات نړېوال هوايي ډګر د نړېوالو الوتکو د پروازونو له پاره په بشپړه توګه توګه چمتو دی.

هغه وايي، د مسافرانو د کمښت له کبله نړېوالو پروازونو کې ځينو شرکتونو تر ۱۰۰ میلیونو ډالرو پورې زیانمن شول.

د ویلو ده، چې د څو کلونو راهیسې د هرات ولایت لوړ پوړي چارواکي هڅه کوي، څو د هرات هوايي ډګر نړېوالو پروازونو ته چمتو کړي، خو د یوې لنډې مودې له پاره دغه ډګر نړېوال شي او وروسته یې بیا چارې په ټپه ودريږي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام