د افغان ـ پُست خدمات عصري کېږي

نن په کابل کې افغان ـ پُست او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د اترا ادارې په‌خپلو کې هوکړه‌لیک لاسلیک کړ چې پر بنسټ به یې افغان ـ پُست اداره د اوسنیو خدمتونو ترڅنګ ځېنې نور خدمات هم عرضه کړي.

افغان ـ پُست به وروسته له دې، د پیسو لېږل، د کورنو بیمه، سوداګري او د ویسترن یونین خدمتونه، د پاسپورټ د لېږدولو خدمتونه، د موټرو بیمه، د برېښنا، د ګازو او د اوبو د لګښت تحویلولو خدمات هم وړاندې کوي.

د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت تخنیکي مرستیال سیداحمدشاه سادات وايي چې د دې هوکړه‌لیک په لاسلیکولو سره د افغان ـ پُست کارونه عصري کېږي او د هېواد ټولې پُسته‌خانې له مرکزي پُسته‌خانو سره د نوري فایبر له لارې وصلوي.

د اترا ادارې مرستیال نقیب‌الله سېلاب د دې هوکړه‌لیک لاسلیکولو موخه د ټکنالوژۍ له لارې د خدماتو عرضه کول ګڼي او تر ۲۰۲۲ کاله پورې به د هېواد ۵۰ سلنه وګړيو ته ټکنالوژي په ځانګړي ډول د انټرنېټ اسانتیاوې ورسوي.

د افغان‌ ـ پُست د عصري کولو لګښت اترا اداره ورکوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام