د افغانستان د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي وايي، چې همدا اوس د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې شاوخوا ۳ زره بهرني جنګيالي جنګيږي.
نوموړي دا څرګندونې د چين نه تر ستنېدو وروسته د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وکړې.
همدارنګه د کورنيو چارو وزیر زياته کړه، چې افغان دولت د بهرني وسله والو مخالفينو بريدونو د مخنيوي او د اوسني حالت د کابو کولو له پاره پوره چمتو دي.
نورالحق علومي وايي، له چین هېواد سره یې د پولې پر سر د همکارۍ دوه اړخیز تړون هم لاسلیک کړی.
د راپورونو له مخې د دغه تړون له مخې به چين او افغانستان د نشه يي توکو د قاچاق او دواړو ملکونو ته د ترهګریزو فعالیتونو مخه نیسي.
د کورنيو چارو وزیر خبريالانو ته وویل، چې بجینګ به افغان پولیسو ته د لېږد، د تلاشۍ د عصري وسایلو په ګډون د ارزونې عصري وسايلو مرستې هم وکړي.
د کورنيو چارو وزیر زياته کړه، چې په افغانستان کې اوسني ناامني د تېر ژمي موسم راهیسې د وسله والو د تياريو نتيجه ده.
هغه وايي، چې د دولت مخالفو وسله والو ډلو په افغانستان کې د پسرلنیو عملیاتو او بریدونو له پاره آن له ژمي راهیسې چمتووالی نیولی.
دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار د کابل هوايي ډګر ته څېرمه هم ځانمرګی بريد وشو.
راپورونه وايي، چې په دغه برید ۲۱ تنه ټپيان شوي او دوه تنه وژل شوي دي.
په ټپيانو کې ۷ نارينه، ۸ ښځې، ۳ ماشومان او درې بهرني اتباع شامل دي.
د ويلو ده، چې په تېرو دوو اونیو کې دا پنځم برید دی، چې په کابل کې ترسره کيږي.
تېره پنجشنبه د شپې ۸ او ۳۰ دقېقې وې، چې د پلازمينې کابل د کلوله پوشتې په سیمه کې د بهرنیو پر یوه مېلمستون برید وشو او له هغې وړاندې درې ځله لویې څارنوالي ته نږدې چاودنې او ځانمرګي بريدونه شوي دي.