راپورونه وايي، چې د افغانستان کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغان پوله ساتو ځواکونو او پاکستاني ملیشو ترمنځ نښته شوې، چې له امله تر شلو زیات کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه نښته نن جمعه (می ۵مه) سهار وختي د سپین بولدک په ویش سیمه کې شوې ده.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ مرستیال غورځنګ افریدي وايي، چې په دغه جګړه کې د پاکستاني ځواکونو دوه ټانکونه له منځه تللي او جنګ جریان لري.
له بل لوري د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دُراني وايي، چې تر اوسه په دغه نښته کې د افغان پولیسو له لوري درې تنه ټپيان شوي، خو د پاکستاني ملیشو په اړه معلومات نه لري.
له بل لوري د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفوي په خپله ټويټر پاڼه کې لیکلي، چې په دغه جګړه کې یو ملکی وګړی وژل شوی او ۱۸ نظامي ځواکونه، چې څلور پاکستاني پولیس هم پکې شامل دي ټپيان شوي دي.
د پېښې شاهدان وايي، چې د نښتې سره سم د سپین بولدک ـ چمن لاره بنده شوې ده.