په پام کې وه، چې د افغانستان د الف کرکټ ټيم او خېبر پښتونخوا ترمنځ درې وروسته په افغانستان کې د کرکټ سيالۍ پېل شي، خو د ځينو دلایلو له مخې دغه سيالۍ ځنډيدلي.
ټاکل شوې وه، چې د افغان ( الف) لوبډلې او د یونس خان په مشرۍ د خیبر پښتونخوا لوبډلې ترمنځ د مې په ۲۹ مه نېټه د ۳ شل اوریزو، ۳ یو ورځنیو او ۲ څلور ورځنیو سیالیو لړۍ پېل شي او په پلازمېنه کابل کې د دغو سیالیو د ترسره کولو په موخه د کرکټ بورډ ادارې له خوا هر ډول تدابیر هم نیول شوي و؛ خو په ناڅاپي ډول د سیالې لوبډلې هغه لوبغاړي، چې د پاکستان په ملي لوبډله کې لوبیږي، د سریلانکا پر وړاندې د ټیسټ سیالیو له پاره د یاد هېواد د کرکټ بورډ له خوا وټاکل شول.
د افغانستان کرکټ بورډ د دغو سیالیو د تر سره کولو څخه موخه افغانستان ته د ټیسټ کرکټرانو رابلل وو.
ر اپورونه وايي، چې اوس مهال د خېبرپښتونخوا لوبډلې کلیدي لوبغاړي افغانستان ته د خپل سریلانکا سفر له امله نه شي راتلی، ځکه نو یادې سیالۍ تر بلې ټاکل کیدونکې نېټې پورې وځنډول شوې.
داسې هم ويل شوي، چې د سيالۍ د ترسره کېدو له پاره بله نوې نېټه به څو ورځې وروسته د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې له لوري اعلان شي.