د افغانستان ۴ لوبغاړي به د سږکال په «ای پي ایل» کې ولوبېږي

راشد خان ارمان، محمدنبي عیسی خېل، مجیب ځدران او ظاهرخان پکتین د افغانستان د ۱۰ کسیزې ډلې څخه د ۳ بېلابېلو لوبډلو له‌خوا د میلیونونو هندۍ کلدارو په بدل کې واخیستل شول.

د سږکال ۱۱ پړاو «ای پي ایل» کرېکټ سیالیو له‌پاره د لوبډلو جوړېدو او لوبغاړو اخیستلو لیلامي پرون او نن د هندوستان په بنګلور کې ترسره شوه.

راشد خان ارمان د تېر ځل په پرتله ۵۰ میلیونه زیاتې پیسې ترلاسه کړې او د ۹۰ میلیونه هندۍ کلدارو په بدل کې چې نږدې ۱ اشاریه ۴ میلیونه ډالر کېږي د پخوانۍ «سن رایزرز حیدراباد» لوبډلې له‌خوا واخیستل شو.

د «کینګز ایلیون پنجاب» لوبډلې له‌پاره د هندۍ سینما مشهوره لوبغاړې پرېټي زینټا د راشد خان د رانیولو له‌پاره له بنګلور او ډهلي لوبډلو سره په سیالۍ کې تر ۹ کروړه روپیو ورغله چې له اخیستلو وروسته ترې پخوانۍ لوبډلې سن رایزرز بېرته د RTM کارت په کارولو سره په همدې پیسو ترلاسه کړ.

دغه راز د نن ورځې په لیلامۍ کې نبي عیسی خېل هم د پخوانۍ سن رایزرز لوبډلې له‌خوا جذب شو چې د تېرکال په پرتله به ۵ میلیونه زیاتې ټولټال ۱۰ میلیونه هندۍ کلدارې ترلاسه کړي.

ځوان ۱۶ کلن مجیب ځدران باندې هم د پیسو باران و چې د راشد خان د بایللو وروسته پریټي زینټا د دغه افغان لوبغاړي د اخیستلو ضد پوره کړ او په ۴۰ میلیونه هندۍ کلدارو یې خپلې لوبډلې جذب کړ.

وروستی افغان لوبغاړی چینامین بالر ظاهرخان پکتین چې په ۲ میلیونه کلدارو کې لیلامۍ ته وړاندې شو په ۶ میلیونه هندۍ کلدارو د راجستان رویلز لوبډلې له‌خوا واخیستل شو.

ظاهر خان چې اوسمهال په نیوزیلینډ کې دی، سلام‌وطندار سره په مرکه کې «ای پي ایل» ته په غوره کېدو خوښي وښوده چې یو خوب و پوره شو چې د نړۍ په مشور لیګ او له مشهورو لوبغاړو سره به ولوبېږي.

د نوموړي په وینا، اوسمهال خپله توجه د اسټرالیا ۱۹ کلنې کرېکټ ملي لوبډلې خلاف نننۍ «سیمي فاینل» ته کوي او هڅه کوي چی د نړۍ په هر ډګر کې د افغانستان نوم روښانه کړي.

د وخت د کمښت له‌کبله او دا چې مشهور بهرني لوبغاړي څو ځلې لیلامۍ ته وړاندې شول د ۴ افغان لوبغاړو محمد شهزاد محمدي، شاپورځدران، شفیق الله شفق او دولت ځدران په شمول یوشمېر لوبغاړي (بولۍ) ته وړاندی نه‌شول خو لوبډلې کولای شي د ضرورت له‌مخې خپلې لوبډلې ته لوبغاړي د شخصي اړیکو له‌مخې غوره کړي.

د سږکال په لیلامۍ کې راشد خان ارمان په ۹ کروړه ترټولو قیمتي افغان لوبغاړي، انګلستانی بین سټوکس په ۱۲ نیم کروړه هندۍ کلدارو قیمتي لوبغاړی او جادیف او نادکټ په ۱۱ نیم کروړه هندۍ کلدارو قیمتي هندي لوبغاړي وو.

د شل اوریزه کرېکټ په پاچا مشهور ویسټ انډيزی کریس ګیل درې ځلې لیلامۍ ته وړاندې شو چې اخر هم پنجاب لوبډلې نوموړی د ۲ کروړه هندۍ کلدارو په بدل کې واخیست او د «ای پي ایل» چې په دې سره یې د ډېرو مینهذوالو زړونه وګټل خو مارټن ګپټل، لسیت ملینګا، هاشم املا، تیسارا پریرا، ایون مورګن او میچل میکلینګن په څېر مشهورو لوبغاړو د لوبډلو پام ځان ته نه کړ.

د یادونې ده چې په «ای پي ایل» کې ترټولو زیاتې پیسې د بنګلور کپتان ویراټ کوهلي ۱۷۰ میلیونه هندۍ کلدارې چې ورپسې د ممبۍ کپتان روهیت شرما، د ډهلي وېکټ ساتوونکی ریشب پانټ او د چنایي کپتان مهندر سینګ ډهوني ۱۵۰ میلیونه هندۍ کلداری ترلاسه کوي.

دغه راز ای بي ډی ویلیرز، اکشرپټیل، کریس موریس، لوکیش راهول، منیش پانډی، ډیویډ وارنر، سونیل ناراین، سټیف سمت، هارډیګ پانډیا او سریش رینا هغه نور لوبغاړي دي چې د خپلو لوبډلو له‌خوا له ۱۰۰ میلیونو هندۍ کلدارو ډېرې پیسې ترلاسه کوي.

د سږکال «ای پي ایل» سیالیو ته ۶۲ بهرني لوبغاړي اخیستل شوي چې په کې ۶ داسې لوبغاړي شامل دي چی خپلو لوبډلو له ځان سره ساتلي وو او لیلامۍ ته یې وړاندې نه کړل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام