د افغانستان فوټبال فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي چې د افغانستان ۲۳ کلنه فوټبال ملي لوبډله د برازیل المپیک سیالیو ته د لارې موندنې په موخه تیاری کوي.
خبرپاڼه لیکي چې افغان فوټبال ملي لوبډله په کابل کې د څوو اونیو تمریناتو وروسته د نورو پرمختللو تمریناتو په موخه د عربي امارتو (دوبۍ) ښار ته ورسیده.
خبرپاڼه زیاتوي چې ددې تمریناتو موخه داده، چې د ایران په کوربتوب د برازیل المپیک سیالیو ته دلارې موندنې په موخه د اسیا لومړي پړاو ټاکنیزو سیالیو ته ښه تیاری ونیسي.
خبرپاڼې د فوټبال فدراسیون له مشر کرام الدین کریم له خولې لیکلي چې افغان لوبډله به راتلونکو سیالیو ته ښه چمتووالی ولري او ددوی د بریاوو هیله یې وښوده.
د فوټبال فدراسیون چارواکي وایي چې ټاکل شوې ده افغان فوټبال ملي لوبډله به د عربي اماراتو په (دوبۍ ) ښار کې د ۶ ورځو لپاره د کورنیو او بهرنیو روزونکو تر څارنې لاندې وروزل شي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په عربي اماراتو کې به د یوې اونۍ تمریناتو وروسته د افغانستان ۲۳ کلنه فوټبال ملي لوبډله المپیک سیالیو ته د لارې موندنې په موخه د اسیا لومړي پړاو ټاکنیزو سیالیو کوربه هیواد ایران (شیراز) ښار ته هم د ۶ ورځنیو تمریناتو لپاره سفر وکړي.
ټاکل شوې ده د برازیل په کوربتوب د ۲۰۱۶ کال المپیک سیالیو ته د اسیا لومړي پړاو ټاکنیزې سیالۍ د اسیا وچې په بیلا بیلو هیوادونو کې ترسره شي.
ددې سیالیو لپاره افغانستان په (سي) ګروپ کې له فلسطین ، نیپال ، سعودي عربستان او کوربه ایران لوبډلو سره لوبې لري.
په دې سیالیو کې د اسیا وچې ټول هیوادونه برخه لري، چې په ۱۰ ګروپونو ویشل شوي دي او د هر ګروپ دوه مخکښې لوبډلې به د قطرپه کوربتوب المپیک سیالیو ته دلارې په موندنې په وروسته د اسیا په وروستي پړاو کې دلوبیدو چانس ترلاسه کړي.