که څه هم روان ۲۰۱۵م ز کال د اسټرالیا او نیوزیلینډ په کوربتوب په ۵۰ اوریزه کرکټ نړېوال جام سیالیو ترسره کېدو سره د کرکټ له پاره رنګینه کال و، خو یو شمیر لوبو دغه کال لاپسې خوندور کړی و.
سږکال که له یوه اړخه افغانستان د لومړي ځل له پاره د بشپړ غړیتوب لرونکې زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې خلاف د ۵۰ اوریزه او ۲۰ اوریزه لوبو اتلولۍ جامونه وګټل ترڅنګ یې د هندوستان او سویلي افریقې ترمنځ هم په زړه پورې لوبې وشوې، چې په کې میلمه سویلي افریقې کوربه هندوستان په خپل کور کې له ماتو سره مخ کړه.
دغه راز نیوزیلینډ په نړیوال جام کې دنړیوال جام اتلې اسټرالیا څخه په ګروپ لوبه کې د ۱۵۱ منډو څخه دفاع وکړه.
نیوزیلینډ د نړیوال جام په نیمه پای لوبه کې سویلي افریقې ته ماتې ورکړه.
همدارنګه اسټرالیا د نړیوال جام اتلولي وګټله او ترڅنګ یې بنګله دیش په خپل کوربتوب زمبابوې، هندوستان، پاکستان او سویلې افریقې څخه د ۵۰ اوریزه لوبو سیریزونه وګټل.
د روان کال په غوره ۵۰ اوریزه لوبو کې په ۲۰۱۵ م ز کال کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د سکاټلینډ خلاف د افغانستان تاریخي بریا هم شامله شوې ده.
د کرکټ لوبې د یوې مخکښې ویبپاڼې "سپورټس کیډا" د څیړنیز راپور له مخې د سکاټلینډ خلاف په نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان بریا د افغانستان له پاره د ۵۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام لومړۍ بریا وشمیرل شوه.
دغه لوبه د روان کال فیبرورۍ میاشتې په ۲۶ مه نیټه د نیوزیلینډ په کوربتوب ترسره شوه، چې په کې لومړي افغانستان سکاټلینډۍ لوبډله تر ۲۱۰منډو ایساره کړه، خو افغانستان ته هم هدف ترلاسه کول اسانه نه وو.
د سکاټلینډ خلاف په ځوابي لوبه کې افغانستان په ۱۳۲ منډو کې خپل ۸ لوبغاړي له لاسه ورکړل، خو سمیع الله شینواري له دولت ځدران، حمید حسن او شاپورځدران سره د تاریخي ملګرتیاوو په کولو سره دافغانستان له پاره په ۵۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې لومړۍ بریا یقیني کړه.
د لوبې وروستۍ څلوریزه شاپورځدران ۳ باله وړاندې ترلاسه کړه او د تاریخي بریا لمانځلو په موخه د شاپور ځدران د خوشحالۍ لمانځلو انځورونو په نړیواله کچه شهرت پیدا کړ.
په دې لوبه کې سمیع الله شینواري د افغانستان له پاره اتل لوبغاړی و، چې د خپل نړیوال کرکټ ترټولو زیاتې ۹۶ منډی ېی جوړې کړې.
دغه راز د یادې پاڼې د راپور له مخې د روان کال په نورو ۴ بهترینه ۵۰ اوریزه لوبو کې دروان کال ۵۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو پرمهال انګلستان ته د بنګله دیش له خوا ماتې ورکول او لومړي ځل له پاره د نړیوال جام دويم پړاو ته رسیدل.
په همدې نړیوال جام کی دایرلینډ له خوا زمبابوې ته ماتې ورکول، څلورمه بهترینه ۵۰ اوریزه لوبه د ویسټ انډيز او سویلې افریقې لوبه یاده شوې ده، چې په کې د سویلي افریقې له خوا د ۲۶۳ منډو په ځواب کې که څه هم ویسټ انډیز په ۷۳ منډو ۵ لوبغاړي له لاسه ورکړي و، خو انډري رسل په بې رحمې لوبې سره د ډیویډ میلر ۱۳۳ منډې په اوبو لاهو کړې او ویسټ انډیز بریا ترلاسه کړه.
خو وروستۍ او پنځمه ۵۰ اوریزه لوبه بیا په ۵۰ اوریزه نړیوال جام کی د ګروپ سیالیو پرمهال د اسټرالیا خلاف د کوربه نیوزیلینډ د ۱۵۱ منډو څخه د دفاع لوبه یاده شوې ده.