د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د هیواد نا اوریدونکو وګړو(ګونګیانو) کرکټ ملي لوبډلې ۱۵ کسیز نوملړ یې نهایي کړ.
د دې ادارې لخوا سلام وطندار ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ۱۵ کسیزه لوبډله یې د څلور ورځني تمریناتي کمپ او د تمریناتي سیالیو په پایله کې پیلیدونکو اسیایي سیالیو ته غوره کړې ده.
خبرپاڼه لیکي چې د کرکټ بورډ د روزونکو او ټاکوونکو ډلګۍ د مشورو وروسته یې له ۲۰ کسیزې لوبډلې څخه دغه لوبغاړي د پاکستان په کوربتوب دویم پړاو (ایشیا کپ) سیالیو ته ټاکلي دي.
ټاکل شوې ده د افغانستان د نا اوریدونکو (ګونګیانو) کرکټ ملي لوبډله دپاکستان په لاهور ښار کې پیلیدونکو دویم پړاو (ایشیا کپ) کرکټ سیالیو کې برخه واخلي چې د روانې اپریل میاشتی په ۱۶ مه نیټه پیلیږي.
کرکټ بورډ وایي چې په دې سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ د هندوستان، سریلانکا، بنګله دیش، نیپال او کوربه پاکستان (ګونګیانو) کرکټ ملي لوبدلې هم برخه لري.
د کرکټ بورډ خبرپاڼه د خپل اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي له خولې لیکي چې د پخوا په پرتله د افغانستان د نه اوریدونکو وګړو کرکټ پیاوړی شوی دی او لوبغاړي یې په خورا دقت د هر اړخیزه ارزولو وروسته اسیایي سیالیو ته غوره کړیدي.
ښاغلي ستانکزي تمه ښودلې چې د افغانستان ګونګیانو کرکټ ملي لوبډله به د ګډون کوونکو لوبډلو په کتار کې ښه وځلیږي.